د روژې له را رسېدو سره سم، بدخشان کې د سړک پر غاړه د خوړو پلورونکي وايي، د پلور بازار یې غوړېدلی دی.
دوی وايي، روژه کې د منتو، بولانیو او چکنۍ په ګډون د دودیزو خوړو پیرودونکي زیات شوي او له دې لارې ښه عاید ترلاسه کوي.
سعدالله چې له څه باندې یوې لسیزې راهیسې د بدخشان د ارګو ولسوالۍ مرکز وحدت ښار کې منتو پلوري، وایي، په ورځني ډول څلور زره افغانۍ عاید لري.
هغه د طلوعنیوز خبریال ته زیاته کړه: «تر روژې وړاندې به مې یو دیګ راوړه خو اوس دوه دیګونه راوړم. کار مو ښه شوی، مخکې به مو د دوه زره افغانیو په ارزښت پلور لره خو د څلورو زرو افغانیو په ارزښت پلور لرم.»
بل پلورونکي، عبدالکریم و ویل: «په دې ورځو کې کار و بار ښه دی، هر ورځ له شپږو تر دولس زره افغانیو پلور لرو.»
د بدخشان مرکز فیض اباد ښار کې هم روژه ماتي ته نږدې کېدو سره دغه بازار کې ګڼه ګوڼه زیاتېږي.
فیض اباد کې د سړک پر غاړه د خوړو پلورونکي، عین الله و ویل: «موږ ډول ډول چکني لرو، بازارونه د پخوا پرتله ښه شوي، شور و زوږ ډېر دی او امنیت هم ټینګ دی.»
د خوړو بل پلورونکي امین الله و ویل: «د پخوانیو روژو پرتله، سږ کال زموږ کار و بار ډېر ښه شوی. تېر کال دومره شور و زوږ نه و.»
د بدخشان ځینې اوسېدونکي بیا وايي، د روژه ماتي پرمهال له دودیزو خوړو ګټنه کوي.
د بدخشان اوسېدونکي، حمیدالله و ویل: «بولاني، منتو او سمبوسه زموږ د روژه ماتي مهم خواړه دي.»
بدخشان کې د روژې میاشت د کوچنیو کاروبارونو او کسبونو غوړېدو لپاره ښه فرصت برابر کړی دی او د منتو، سمبوسو او بولانيو په څېر هوسانه خوړو د روژه ماتي پرمهال د بدخشان د خلکو دسترخوانونو ښکلي کړي دي.
په دې اړه مو اندونه