Skip to main content
وروستي خبرونه
تصویر بندانگشتی

پکتیا کې د ۳۲ ښوونځیو د ودانیو د نیمګړو چارو د بشپړولو هڅې

د پکتیا د پوهنې رییس وايي، دغه ولایت کې د ۳۲ ښوونځیو د ودانیو د نیمګړو چارو بشپړولو په پار هڅې کوي.

د هغه په خبره، پوهنې وزارت په نوي پلان کې د دغو ښوونځیو د ودانیو چارو بشپړولو ته لومړیتوب ورکړی چې راتلونکي لمریز کال کې به بشپړ شي.

د پکتيا د پوهنې رييس، عبدالقيوم فاروقي و ویل: «له تېر حکومته د ښوونځيو د ودانیو ۳۲ نيمګړې پروژې راپاتي چې بېلابېلو ولسواليو کې دي. د ځينو نوي او د ځينو يې دېرش سلنې چارې مخکې تللې دي خو پوهنې وزارت په راتلونکي ۱۴۰۴ لمريز کال کې دې پروژو ته لومړيتوب ورکړی او راتلونکی کال به بشپړې شي.»

زده کوونکي وايي، په پرانیستي چاپېریال کې یې ښوونیز بهیر له ستونزو سره مخ دي.

پکتیا کې زده کوونکي، نقيب اللّٰه و ویل: «څه وخت وړاندې د دې ودانۍ چارې پيل شوې خو بېرته په ټپه ودرېدې، دا مرکزي لېسه ده او د دې ودانۍ ډېره اړتيا ده.»

زده کوونکي، ساحل و ویل: «يخنۍ او بارانونو له امله زده کوونکي نشي راتللی او دوی غيرحاضريږي او زده کړې يې نيمګړې پاتې کيږي. زموږ هيله دا ده چې دا نيمګړې پروژې بشپړې شي څو د زده کوونکو لپاره يو خوندي چاپېريال رامنځته شي.»

بل زده کوونکي، محمد ولي سعید و ویل: «پکتيا کې د ښوونځيو د ودانۍ لسګونه پروژې نيمګړې پاتې دي او له دې امله زده کوونکي په ازاده فضا کې زده کړې کوي چې د بارانونو او ګرمۍ پر مهال له ستونزو سره مخ وي.»

د پکتيا د پوهنې رياست د مالوماتو لمخې، د دغه ولایت د ۳۷۱ ښوونځیو له ډلې ۱۸۳ ښوونځي ودانۍ نه لري خو په خبره یې تازه د یوه همکار بنسټ په همکارۍ یې د اتلس ښوونځیو د ودانیو جوړولو چارې پیل کړي چې نږدې راتلونکي کې به ګټې اخیستنې ته وسپارل شي.

شریک یي کړئ

په دې اړه مو اندونه