Skip to main content
وروستي خبرونه
تصویر بندانگشتی

روژې میاشت کې په هرات کې د خوږو د پلور بازار هم غوړېدلی دی

د روژې په شپو او ورځو کې هرات کې د خوږو د پلور بازار هم غوړېدلی دی.

د رروژه‌ماتي وخت په رانږدې کېدو سره دغه ولایت کې د خوږو پلورنځي له پیرودونکو ډک وي چې غواړي د سیمه‌ییزو خوږو پېرلو سره خپل روژه‌ماتي  ښکلی کړي.

د هرات اوسېدونکي، بسم‌الله طاهري و ویل: «په روژه کې هرات کې د کیک، کلچې، جلبۍ او خرما کارونه زیاتېږي.»

د هرات بل اوسېدونکي، عبدالاحد و ویل: «په دې برکتي میاشت کې خلک تر ډېره روژه‌ماتي کې جلبۍ، خجورې، کیک او کلچې خوري.»

پر دې سربېره، د خوږو ځینې پلورونکي وایي، هرات کې د تېر کال پرتله د خلکو د پېر ځواک کم شوی دی. 

د خوږو پلورونکي، نصیر احمد و ویل: «د خوږو خرڅلاو ښه دی خو د تېر کال پرتله کم شوی، ځکه د خلکو اقتصادي وضعیت کمزوری شوی دی.»

بل پلورونکي، عبدالغفور و ویل: «د هرات خلک تر ډېره د روژه‌ماتي لپاره خرما، جلبي، خجورې او کیک اخلي.»

هرات کې بیا د خوږو ځینې کارخونې کې چې د ښځو له لوري مدیریت کیږي د سیمه‌ییزو خوږو تولید ترڅنګ ډېرو ښځو ته د کار زمینه هم برابره شوې ده.

د کارخونې مسووله، جمیله بارکزۍ وایي: «زموږ خواږه ډېر پېرودونکي لري. کنجدي حلوا زموږ له تر ټولو مشهورو خوږو ده. پر دې سربېره، موږ په روژه کې د اش، منتو، بولانيو او سمبوسو په ګډون دودیز خواړه هم چمتو کوو.»

که څه هم اقتصادي ستونزو او د بیو لوړوالي پر ډېرو بازارونو اغېزه کړې خو د هرات د خوږو بازار لا هم خپله غوړېده ساتلې ده. 

د روژه‌ماتي پر مهال د خوږو له بېلابېلو ډولونو ګټنه د هرات د خلکو له پخوانیو دودونو ده.

شریک یي کړئ

په دې اړه مو اندونه