د غزني د اطلاعاتو او کلتور ریاست وايي، دغه ولایت کې شاوخوا څلور زره تاریخي اثار د موزیم نشتوالي له امله په زېرمتون کې ساتل کیږي.
د مسوولینو په خبره، موزیم کې د ځای کمښت له امله یوازې ۱۵۰ تاریخي اثار نندارې ته اېښودل شوي دي.
د غزني د اطلاعاتو او کلتور رییس، حمید الله نثار و ویل: «د غزني د موزیم البته ډیپو کې له درې تر څلور زره تاریخي اثار چې په اسلامي او له اسلام وړاندې دورو پورې تړاو لري، ساتل کیږي او حالت یې هم الحمدالله د ډاډ وړ دی، وخت نا وخت یې موږ ساتنه کوو او په هغه برخه کې هیڅ ستونزه نشته خو غزني یو معیاري موزیم ته اړتیا لري.»
ورته مهال د دغه ولایت ځيني فرهنګیان له اړونده مسوولینو غواړي چې د تاریخي اثارو د خوندیتوب په موخه دې غزني کې یو معیاري موزیم جوړ کړي.
د غزني موزیم مدیر، محمد شفیق یاوري و ویل: «که یو معیاري ودانۍ جوړه شي، موږ به وشو کولای چې بېلابېل تاریخي اثار نندارې ته وړاندې کړو. دا به د تاریخي اثارو د ساتنې او د کورنیو او بهرنیو سېلانیانو لپاره غوره وي.»
غزني کې فرهنګي فعال، آغا محمد خوشي زاده د اندېښنې په څرګندولو سره و ویل: «سره له دې چې غزني کې موزیم شپږ جریبه ښه ځمکه لري، له بده مرغه چې بیا هم تاریخي اثار په زېرمه او یا ډیپو کې ساتل کیږي. د ورښتونو پر مهال که څه هم د ډیپو ساتونکي هڅه کوي خو بیا هم اوبه ورځي چې د وخت په تېرېدو به خدای ناخواسته تاریخي اثار زیان وویني.»
بل فرهنګي فعال و ویل: «د سلطان محمود غزنوي او نورو پاچاهانو د دورو اثار چې موږ ته پاتې دي، د یوه فرهنګي میراث په توګه پیژندل کیږي. دغه اثار د بهرنیو سېلانیانو د جلب لپاره ډېر ګټور او مهم دي، نو کله چې یو مشخص ځای ولري ټول سېلانیان کولای شي ورڅخه لیدنه وکړي.»
د غزني د فرهنګیانو په باور، دغه ولایت د ویاړلي تاریخ او اسلامي تمدن ټاټوبی دی او اړتیا ده چې د دغه ولایت اثارو، ابدو او کلتوري میراثونو خوندیتوب ته جدي پاملرنه وشي.
په دې اړه مو اندونه