Skip to main content
وروستي خبرونه
تصویر بندانگشتی

خوست کې د وړیا روغتیايي پنډغالو بهیر پیل شوی

د خوست د عامې روغتيا رياست له خصوصي سکتور سره په ګډه، د دغه ولايت په ولسواليو کې د وړيا روغتيايي پنډغالو د جوړولو بهير پيل کړی دی.

د مسوولانو په وینا، په دغه هر پنډغالي کې په وړیا توګه له درې تر پنځه زره ناروغانو درملنه کېږي.

یو له دغو پنډغالو د علي شېرو ولسوالۍ په یوه ښوونځي کې د عامې روغتیا ریاست او خصوصي روغتیايي سکتور له لوري پيل شوی دی.

د خوست د عامې روغتیا رياست مرستيال شېرګل ځدراڼ په دې هکله وايي:«په لومړي ګام کې موږ لومړیتوب هغو سیمو ته ورکړی، کوم چې ناروغان په اسانۍ سره مرکز ته نه‌شي لېږدولی. په دغه ټيم کې له موږ سره د بېلابېلو ارګانونو متخصصین راغلي دي، د بېلګې په توګه د ماشومانو متخصصین او ښځینه متخصصین، د هډونکو، جراحۍ متخصصین یعنې د ټولو برخو متخصصین را سره دي.»

د خوست د ‌ډاکټرانو ټولنې مسوول عبدالحکيم ځدراڼ هم څرګندوي:«نظر د خلکو اقتصاد ته او روژې ته دا دویم ځل دی چې موږ په روژه کې دا پروګرام تطبیقوو، ټولو ولسوالیو ته مو پلان دی، شونې ده چې ځينو ولسوالیو ته له اختر نه وروسته وشي، موږ په خپل مالي امکاناتو سره چې موږ یې برابروو، د ډاکټر صاحبانو او تخصصینو ستونزه له موږ سره نشته، هغوی قربانۍ ته تیار دي.»

د علي شېرو ولسوالۍ اوسېدونکي د وړيا درملنې د دغه پنډغالي جوړېدل ستايي.

د خوست د علي شېرو ولسوالۍ اوسېدونکی مزمل افغان په دې هکله طلوع‌نیوز ته وايي:«د دغه وړتیا کمپ په واسطه سره به دوی وکړای شي، چې هغه لومړني خدمتونه چې دوی ورته ضرورت لري، د دغه کمپ له مرستو به دوی برخمن شي.»

د خوست د علي شېرو ولسوالۍ بل اوسېدونکي رسول حسن حسيني هم وویل:«دا ډول کمپونه د بې‌وزلو لپاره د هغو لېرې پرتو سیمو لپاره چې دوی ښار ته رسېدنه نه‌شي کولای، ډېر ګټور تمامېدای شي.»

خو د خوست د ځینو نورو لرې پرتو سيمو اوسېدونکي بيا له اړونده مسوولانو غواړي، چې په بنسټیز ډول دې د روغتیا په برخه کې د دوی ستونزو ته رسېدنه وکړي.  

د خوست اوسېدونکي ميرزا علي طلوع‌نیوز ته وویل:«موږ کلینیک نه‌لرو له دولته مو جدي غوښتنه ده، چې دلته بېخ‌بنايي کار وشي، کلینیک جوړ شي.»

د خوست بل اوسېدونکی ممتازالدين الماس هم وايي:«داسې عاجل ناروغان وي چې په کمه موده کې د سړکونو د خرابوالي له امله نه‌شي کولای ښارونو ته ولېږدوي.»

د خوست د عامې روغتیا ریاست د معلوماتو له مخې څه موده وړاندې یې د دغه ولایت په ځاځي میدان ولسوالۍ کې هم ورته یو ورځني روغتیايي پنډغالي کې د لسګونه ناروغانو درملنه شوې وه.

د خوست د ځینو نورو لرې پرتو سيمو اوسېدونکي بيا له اړونده مسوولانو غواړي، چې په بنسټیز ډول دې د روغتیا په برخه کې د دوی ستونزو ته رسېدنه وکړي.  

شریک یي کړئ

په دې اړه مو اندونه