د بدخشان د امربالمعروف او نهې عن المنکر ریاست د یوې اعلامیې په خپرولو سره د دغه ولایت له اوسېدونکو د ناوړه او د شریعت خلاف دودونو د مخنیوي غوښتنه کړې.
د مېرمنو حجاب، پټاقۍ، ږیرې خریل ، موټر کې د موسیقۍ اورېدل، د اختر ورځو کې د فاتحې لپاره د دوستانو کورونو ته ورتګ او تاریخ تېره توکو پلورل د دغې اعلامیې مهم ټکي دي.
د بدخشان د امر بالعروف او نهې عن المنکر رییس، شېر احمد جواد و ویل: «خویندې (ښځې) چې له حجاب پرته بازار ته راځي او ګرځي، منکر کوي او د ادارې له لوري به یې قانوني څارنه وشي. هیله لرو چې دا ډول پېښې تکرار نه شي.»
د بدخشان اوسېدونکي وايي، د دیني او اخلاقي ارزښتونو ساتنې ته ژمن دي.
د بدخشان اوسېدونکي، هدایت الله و ویل: «خوښ یو چې د اختر په ورځو کې له بېځایه ګرځېدو او پتاقیو سره مبارزه کیږي.»
د بدخشان بل اوسېدونکي، بیګ محمد و ویل: «د هغو کورونو ته د فاتحې لپاره تګ، چې خپلوان یې له لاسه ورکړې وي، د اختر په ورځو کې یو ناسم دود دی.»
د بدخشان د امر بالمعروف او نهې عن المنکر رییس دغه راز زیاتوي، چې د دې ریاست محتسبین د دغو ټکو له پلي کېدو څارنه کوي او هغه کسان چې له دغو لارښوونو سرغړونه وکړي له قانوني چلن سره به مخ شي.
په دې اړه مو اندونه