Skip to main content
وروستي خبرونه
Thumbnail

ننګرهار کې په نري رنځ د اخته ناروغانو د شمېر زیاتېدل

په ننګرهار کې پر نري رنځ د اخته ناروغانو شمېر زیات شوی. 

۴۰ کلن عبدالقایم چې د ننګرهار د کامې ولسوالۍ اوسېدونکی دی د ملا هډوکو له درد کړېده. 

هغه وايي، د ډېرو درملو له استعمال وروسته یې هم دردونه آرام نه شول؛ خو د ننګرهار حوزوي روغتون کې تر معایناتو وروسته معلومه شوه چې د هډوکو نري رنځ باندې اخته شوی دی. 
 
هغه وايي: د بېلابېلو ډاکټرانو دوا به مې خوړله بیا مې په ملا درد شو نو صحت عامې ته راغلم، دوا مې وخوړه بیا لاړم اېم آر ای مې وکړه. د هغې له دوا سره لږ ښه شوم بیا را باندې تور زیړي حمله وکړه.

یوه ناروغ لرونکې، زینب ګل بیا وايي: لور مې مریضه ده، ډېره درملنه مې یې وکړه خو ډاکټران یې په علاج نه پوهېدل، دلته چې مې را وسته نو معاینات چې یې ورله وکړل نو و یې ویل چې ته ټي بي یې. 

د ننګرهار حوزوي روغتون ته پر نري رنځ ورغلي اخته ځینې نور ناروغان له اړوندو مسوولینو د دغې ناروغۍ په تړاو د عامه پوهاوي او نورو اړینو اسانتیاوو برابرولو په برخه کې د همکارۍ غوښتونکي دي.

ننګرهار کې ناروغ، نور اغا هم په دې اړه وايي: له یوې میاشتې راهیسې مې سینې درد کاوه او ټوخی مې درلود. زه نه وم پوه شوی خو توبرکلوز وم. بیا دلته راغلم.

یو بل ناروغ، حضرت بلال و ویل: د دې لپاره باید په کلیو او بانډو کې عامه پوهاوی وشي. څو یې خلک په نښو نښانو پوه شي او ژر ډاکټرانو ته مراجعه وکړي. 
 
خو د ننګرهار د عامې روغتیا ریاست مسوولین وايي، د ۱۴۰۲ لمریز کال په پرتله په ۱۴۰۳ لمریز کال پر نري رنځ د اخته ناروغانو شمېر زیات شوی دی.

مسوولین د نري رنځ ناروغۍ ګراف لوړېدو لامل د عامه پوهاوي لوړوالی، روغتیايي خدمتونو ته د خلکو  لاسرسی او له پاکستانه د کډوالو را ستنېدل بولي.

د ننګرهار د عامې روغتیا ریاست د نري رنځ ولایتي مسوول، لطیف الله فقیري وايي: پنځه زره او ۷ سوه ۷۹ پېښې تشخیص شوي او په ۱۴۰۳ کال کې څه باندې ۶ زره پېښې تشخیص شوې دي. چې د تېر کال پرتله ۲ سوه پېښې زیاتې شوې دي. 

د ننګرهار حوزوي روغتون د نري رنځ څانګې مسوول، صباح الدین سبا څرګندوي چې: مریض تبه لري، مړه خوله لري، مریض وزن له لاسه ورکوي. بې اشتهايي لري او کسالت او ضعیفي لري. که د سږو توبرکلوز وي چې ډېری همدا دی نو مریض به ټوخی ولري او بلغم به ولري.   

د روغتیا پالانو د سپارښتنو لمخې له ماسک ګټنه، له ناروغو خلکو تر رغېدلو واټن اخېستل او پر وخت روغتیايي مرکزونو ته د درملنې په پار ورتګ د نري رنځ مخنیوي او زر رغېدلو مهې لارې چارې بلل دي

شریک یي کړئ

په دې اړه مو اندونه