Skip to main content
وروستي خبرونه
تصویر بندانگشتی

کوچني اختر کې شاوخوا درې سوه زره سېلانیانو له کونړه لیدنه کړې ده

د کوچني اختر په شپو ورځو کې نږدې درې سوه زره کورنیو سېلانیانو د کونړ له بېلابېلو سیمو لیدنه کړې.

مسوولین وایي، کونړ کې د تفریح لپاره مناسبې سیمې او هوا، هوټلونو او نورو اسانتیاو د سېلانیانو پام ځانته اړولی دی. 

د کونړ د اطلاعاتو او کلتور ریاست د ګرځندوی امر، منیب شاکر افغان و ویل: «کونړ کې سېلانیانو لپاره د دمې ځایونه، هوټلونه او تفریح ځایونه د خصوصي سکټور پر مټ جوړ شوي، دا سېلانیان چې دلته راشي او دلته دا ښایسته سیمې وګوري؛ نو دوی به نورو خلکو ته کیسې کوي او بل دا ځل اختر د وري په میاشت کې راغی چې دغه میاشت کې د کونړ هوا ښایسته وي.»

کونړ ته ورغلي سېلانیان بیا له سرپرست حکومته د سیاحت په برخه کې د نورو لازمو اسانتیاو غوښتنه کوي.

کونړ ته ورغلی سېلاني، قیام خیام و ویل: «له نېکه مرغه سږ کال اختر د پسرلي په موسم کې راغی چې ګلونه غوړېدلي، شینکی موسم او ښکلې هوا ده مونږ خپلو ملګرو سره په اختر کې بېلابېلو سیمو ته ځو، نن د دانګام ولسوالۍ ګوریګا سیمه انتخاب شوې ده.»

سېلاني، لطف الله خاموش و ویل: «اختر له ملګرو سره د ناستې او کیسو یوه زمینه ده او خدای دې نوره هم خوشحالي راولي چې دغسې له ملګرو سره د ناستې بنډارونه ډېر شي.»

بل سېلاني، مصطفی سلاب و ویل: «دلته یو سیمکارټ هم کار نه کوي، زمونږ زړه غواړي چې دلته شپې وکړو، ډېره ښایسته سیمه ده؛ خو مخابراتي شبکې سمې کار نه کوي مونږ سره د کور تشویش وي.»

د کونړ د اطلاعاتو او کلتور ریاست د مالوماتو لمخې تېر کال د کوچني اختر په ورځو کې د هېواد له بېلابېلو سیمو شاوخوا ٢٥٠ زره کورنیو سېلانیانو د دغه ولایت له بېلابېلو سیمه لیدنه کړې وه.

شریک یي کړئ

په دې اړه مو اندونه