د ټولګټو وزارت د ۱۲۰ میلیونه افغانیو په لګښت د شمال - سویل نښلېدونکي دهلیز د چارو له پرمختګه خبر ورکوي.
د دغه وزارت سرپرست محمد عيسي ثاني کندهار ته د سفر پر مهال طلوعنيوز ته ویلی، د سالنګ تونل د پاتې چارو بشپړولو په ګډون د ځینو نورو پروژو چارې هم د پلي کېدو په حال کې دي.
محمد عيسي ثاني و ویل: «سږ کال موږ ډيرې لويې پروژې لرو، چې عملي يې کړو. د سالنګ تونل، د نورستان - کنړ، کابل - جلال اباد، بادغیس - فارياب، کندهار - لښکرګاه او د غزني دویم لين سړک پروې پیل شوې دي او ترڅنګ يې د کابل - کندهار د جوړ شوي سړک درېیم لاس قير اچونه پاتې ده.»
د شمال - سویل د نښلېدونکي دهلیز د پروژې تخنیکي مسوولین وایي، دغه دهلیز خورا ډېر ارزښت لري او په بشپړېدو سره به یې افغانستان اسیا کې پر یوې مهمې ټرانزیټي سیمې بدل شي.
سويلي حوزه کې د ټولګټو وزارت د پروژو تخنیکي مسوول، شېرحسن خوشيوال و ویل: «دا ډېره مهمه پروژه ده، چې راتلونکي کې به سویل له شمال سره وصل کړي او اسيا د ټرانسپورټي وصل ټکی به وي، چې له پاکستان او نورو هېوادونو سره به د ټرانسپورټ په برخه کې تر ۳۰۰ کیلومټره زيات واټن راکم شي.»
د تړون کوونکي شرکت مسوول، محمد رفيق منګل و ویل: «۱۱ کیلومټره سړک يې اساسي رغول شوی او پنځه کيلومټره نوره ساحه هم قير کولو ته چمتو ده، پر دغه لار د روزګان لخوا هم کار پیل شوی دی.»
د سیمې اوسېدونکي بیا د دغو پروژو د چارو پر چټکتیا ټینګار کوي.
د کندهار اوسېدونکي، محمد اسلم و ویل: «زموږ غوښتنه دا ده، چې دغه کارونه چټک شي او رغنيزې پروژې نورې هم پلي شي، چې دا کار د خلکو له اقتصاد سره زياته مرسته کولای شي.»
د ټولګټو وزارت د مالوماتو پربنسټ، له شمال سره د نښلېدونکې دهليز پروژې بشپړېدل به په کور دننه د اقتصادي فرصتونو ترڅنګ د سیمې له هېوادونو سره د اقتصادي او سوداګريزو اړيکو پياوړتيا په برخه کې اغېزناک رول ولوبوي.
په دې اړه مو اندونه