د نورستان په منډول ولسوالۍ کې د ٩٠ میلیونه افغانیو په ارزښت د ٥٨ ټولګټو پروژو چارې پیل شوې.
د لویدیځ نورستان په منډول ولسوالۍ کې د یوې مرستندویې موسسې په مالي ملاتړ د لسګونه ټولګټو پروژو د چارو پيلېدل.
سیمهییز مسوولین وايي دغه پروژو کې سړکونه او یوولس کرنیز کانالونه پکې شامل دي شااوخوا ٩٠ میلیونه افغانۍ لګښت ورباندې راځي چې پر مټ یې سلګونه ځایي اوسېدونکو ته د کار زمینه هم برابره شوې ده.
د نورستان د کلیو، بیارغونې او پراختیا رییس، احسان الله احمد وايي: «نن مو د ٥٨ پروژو پرانیسته وکړه، په دغو پروژو کې یوولس کانالونه دي او پاتې د سړکونو پروژې دي، د دې ٥٨ پروژو بودیجه ٩٠ مېلیونه افغانۍ ده او د یونپس موسسې په مالي ملاتړ یې کارونه پیل شوي دي.»
د نورستان د والي ویاند، فریدون صمیم هم وايي: «د دې پروژو پرمټ د سیمې سلګونه ځوانانو ته د کار روزګار زمینه برابرېږي او غربي نورستان له لغمان او پنجشېر ولایتونو سره وصلېږي او په سیمه کې خلکو ته د اموالو په انتقال کې سهولتونه برابرېږي.»
په همدې حال د سیمې خلک که څه هم د دغم پروژو پیل ته خوښ دي؛ خو له سرپرست حکومت غوښتنه کوي چې په دغې ولسوالۍ کې دې لا نورې رغنیزې او پراختیایي پروژې پلې کړي.
د نورستان د منډول ولسوالۍ اوسېدونکی، فیض الرحمان هم وايي: «پخوا زمونږ ډېر ځوانان بېکاره وو، اوس پروژې زیاتې شوي، ځوانان په کار روزګار مصروف شوي، ډېر زیات خوشاله یو، پخوا به مو ځوانان ایران ته تلل، اوس ښه والی دا دی چې په خپله سیمه کې مو پروژې شروع شوې او ځوانان مو په کار مصروف شول.»
د نورستان د منډول ولسوالۍ اوسېدونکی، جمعه ګل په دې اړه وايي: « شااوخوا لس زره کورنۍ له دغه سړک څخه استفاده کوي چې په جوړېدو سره به یې ډېرو خلکو ته آسانتیاوې برابرې شي.»
دغه ټولګټې پروژې داسې مهال په لویدیځ نورستان کې پیلېږي چې څو ورځې وړاندې د اسلامي امارت مشر له لوري د دغه ولایت په نورګرام ولسوالۍ کې هم د برېښنا د دوو بندونو د جوړېدو لپاره بودجه منظوره کړه.
په دې اړه مو اندونه