Skip to main content
وروستي خبرونه
Thumbnail

خوست کې د ۵۵ میلیون افغانیو په لګښت ۶ پروژې ګټې اخیستنې ته وسپارل شوې

د اوبو او انرژۍ وزارت سرپرست د خوست په مرکز او ولسوالیو کې د ۵۵ میلیونه افغانیو په لګښت شپږ پروژې ګټنې اخیستنې ته وسپارلې.

د اوبو او انرژۍ وزارت د دغه ولایت په ګربزو ولسوالۍ کې د اوبو یو کوچني چکډیم پرانیستې پرمهال وايي اسلامي امارت د اوبو د تنظیم په پار د هېواد په بېلابېلو برخو کې سترې او کوچنۍ پروژې په پلان کې لري.

د اوبو او انرژۍ وزارت سرپرست، عبداللطیف منصور هم وايي: په دغو پروژو د اسلامي امارت شاوخوا ۵۰ میلیونه افغانۍ لګښت راغلی دی. دوه پروژې پکې د موسسو له لوري شوي خو نظارت یې زموږ د اوبو او انرژۍ ریاست له لوري کېده. 

 د خوست مرکز کې د لسو کاریزونو پاکولو په شمول دغه شپږ پروژې په سپیرې، اسماعیل خېلو او مندوزیو، علیشېرخېلو او تیرزیو ولسوالیو کې پلې شوې دي.

د خوست اوسېدونکي د دغه ډول پروژو پلي کېدل اغېزناکې ګڼي او د سرپرست حکومت له مسوولینو د لازیاتو پراختیايي پروژو پلیتابه غوښتنې لري.

د خوست اوسېدونکی، خاني ګل هم وايي: له دې به موږ ډېره ګټه واخلو ځکه تاسې ګورئ چې دوه دوه نیم زره جریبه ځمکه ده دلته.

د خوست یو بل اوسېدونکی، صادق خان بیا وايي: موږ له اسلامي امارت غواړو چې په راتلونکي کې هم د ویالو په جوړولو کې بیا له موږ سره همکاري او مرسته وکړي.

د اوبو او انرژۍ وزارت سرپرست د خوست ولايت په صبريو او يعقوبيو ولسوالۍ کې د ۵۵۰ میلیونه افغانیو په لګښت د زمبر په نوم د اوبو یوه ستر بند د جوړولو چارو له پيله هم خبر ورکوي.

شریک یي کړئ

په دې اړه مو اندونه