Skip to main content
وروستي خبرونه
Thumbnail

له ایران څخه د ورځې په لسګونه افغان کډوال ایستل کېږي

ایران د ورځې له دغه هېواد څخه په لسګونه افغان کډوال بهر او نیمروز ولایت ته یې استوي.

ډېری دغه کډوال د شپې پر مهال د ورېښمو پله له لارې د افغانستان خاورې ته ننوځي اوله سرګردانۍ او د هېڅ امکاناتو له نشتون سره شپې او ورځې سبا کوي.

‌‌ډېری اړول شوي کډوال هغه ځوانان دي چې د کار لپاره ایران ته تللي وو.

را ایستل شوي کډوال وايي چې په ایران کې یې کاریګري کوله او له ډېر ستونزو وروسته،اوس له دغه هېواد څخه بهر کړل شوي دي.

د هرات ولایت اوسېدونکی عبدالوارث وايي:«پیسې مو لرلې له موږ څخه یې واخیستې موږ ته یې ښکنځلې او سپکې پورې ویلې او موږ ته یې وویل چې فرهنګ نه‎لرلئ.»

د هرات ولایت یو بل اوسېدونکو غلام هم وویل:«له پنډغالي څخه یې واړولو، همداسې ځم نه پوهېږم چې چېرته ځو.»

د زرنج واټونو او مېلمستونونو کې ګڼه ګوڼه زښته زیاته ده.

دغه کډوال د دوی په اړه د حکومت له بې پروايي او بې پامی څخه سخته نیوکه کوي.

د بادغیس ولایت اوسېدونکي عزت الله وویل:«کله چې موږ پنډغالي ته راځو،۷۰ زره تومانه اخلي او تر مشهده مو راولي،له مشهد څخه دننه تر پنډغالي ۱۰۰ زره تومانه اخلي،هرڅوک چې لږ وخوځېږي هغه وهي.»

 افغان حکومت د هغو افغان کډوالو د شمېر په اړه چې په غیر قانوني توګه په ایران کې اوسېږي کره شمېره نه لري، خو دواړو هېوادونو د کډوالو د قانوني کېدو او په جبري توګه د افغان کډوالو نه ایستلو هوکړه کړې وه.

شریک یي کړئ