د کندز ښار ته نېږدې د افغان ځواکونو او طالب وسلهوالو ترمنځ نن(یکشنبې د چنګاښ۱۱مه)نښتې هغهمهال زور واخیست چې یادې ډلې د ښار نېږدې څو برخو باندې بریدونه وکړل.
دکندز ولایتي شورا غړی، امرالدین ولي وايي چې طالبانو د څو ولسوالۍو له لارې پر ښار بریدونه کړي، د کندزـبغلان لاره یې تړلې او افغان ځواکونو ته هم مرګژوبله اوښتې ده.
دی زیاتوي:«اوس موږ د جګړې په منځ کې یوو، د ډزو غږونه اورېدل کېږي، هره ورځ د خلکو مړي او ټپیان زموږ له مخې تېریږي، آیا د کندز نسکورېدل همدا دي چې دا ډول طالبان زموږ بیرغونه راښکته کوي.»
کندز ښار کې د ولایتي شورا یو شمېر غړي راټول شوي دي او د دغه ولایت امنیتي حالت ښه نه بولي.
دوی وايي چې د لوا، کنډک او فرقې شتون د امینت تامین په برخه کې کومه ګټه نه درلوده.
د ولایتي شورا غړی، صفي الله امیري څرګندوي:«څو ځلې کندز نسکور شو، ولسمشر راغی اوموږ ته یې ژمنه وکړه چې تاسو ته فرقه جوړوو او لوا جوړیږي، خو نه فرقې او نه هم لوا موږ ته کومه ګټه وکړه.»
بل غړی، زرګل عالمي زیاتوي:«تاسو نو د څو پښو لوڅو کسانو په مخې کې ځانونه به زبون کوئ، تاسو د حکوما صلابت ښکاره کړئ؛ شرم دی موږ ته، شرم دی حکومت او د حکومت چارواکو ته.»
خو د کندز امنیه قوماندان دغه خبرې د ځان پر وړاندې دسیسه بولي او وايی چې د کندز امنیتي وضعیت د څو میاشتې وړاندې پرتله ښه شوی دی .
د کندز د والي ویاند، محمود دانش وايي:«نن سهار چې طالبانو خپل بریدونه له دوو لورو پیل کړل، د تلوکې او خان آباد له لارې، خو له نیکهمرغه چې بریدونه یې په شا وتمبول شول او دوی ته سخته مرګژوبله واوښته.»
دغه اندېښنې په داسې حال کې مطرح کیږي چې په وروستیو میاشتو کې د کندز ولایت څو تنه اوسیدونکي د ناپيژاندو کسانو له خوا وژل شوي دی او په تر ټولو تازه پېښه کې دوه شپې وړاندې دوه ځوانان د کندز ښار په څنډه کې د نا مسوولو وسله والو له خوا په ډزو سره ووژل شول .