Skip to main content
وروستي خبرونه
Thumbnail

په تالقان ښار کې ستره اورلګېدنه

د تخار ولایت په مرکز تالقان ښار د لرګیو په یوه سرای کې ستره اورلګېدنه رامنځته شوې ده.

د پېښې شاهدان طلوع نیوز ته وايي چې تراوسه په دغه اورلګېدنه کې د لرګیو څو هټۍ د اور په لمبو کې راښکېل شوې دي.

د دغې اورلګېدنې لامل تراوسه روښانه نه دی.

د دغې اورلګېدنې له سیمې څخه انځورنه ښيي چې دغه اورلګېدنه ډېره زوروه ده او د لرګیو د پلور سرای ته یې زښت زیات زیانونه اړولي دي.

سیمه‎ییزو چارواکو  تراوسه په دې اړه څه نه دي ویلي.

د دغې اورلګېدنې د وژنې لپاره هڅې روانې دي.

شریک یي کړئ