Skip to main content
وروستي خبرونه
Thumbnail

په پکتیکا کې چاودنې ۱۱ کسانو ته مرګ ژوبله اړولې

د پکتيکا په جاني خېلو ولسوالۍ کې د سيمه‎ييزو پوليسو د قوماندان په کور کې د چاودنې له امله ۴ کسان وژل شوي او ۷ تنه نور ټپيان شوي دي.

 د جاني خېلو ولسوالۍ امنيه قومندان محمد برات ويلي چې دغه چاودنه نن سهار د دغې ولسوالۍ د سيمه‎ييزو پوليسو د قومندان عبدالشکور په کور کې شوې ده.

 هغه وايي چې پرون د طالبانو او سيمه‎ييزو پوليسو تر منځ جنګ شوى وه، چې په پایله کې یې دوه طالبان مړه شوي او د وژل شوو طالبانو موټرسايکلونه یې د سيمه‎ييزو پوليسو د قومندان عبدالشکور کور ته وړي وو.

 ده وويل چې طالبانو په همدغه موټرسايکل کې چاودېدونکي توکي ځاى پر ځاى کړي وو چې چاودنه يې کړې ده.

 قومندان وايي چې په دې چاودنه کې د قومندان عبدالشکور د کورنۍ ۴ ماشومان وژل شوي او د ښځو په ګډون ۷ تنه نور ټپيان دي.

شریک یي کړئ