Skip to main content
وروستي خبرونه
Thumbnail

روسیه کې په یوه ورځ د کرونا ویروس له ۹ زرو ډېرې مثبتې پېښې

روسې اعلان کړی دی چې تېره ورځ شنبې(د غبرګولي په ۳مه نېټه) دغه هېواد کې د کرونا ویروس ۹۴۳۴ مثتبې پېښې په دغه هېواد کې ثبت شوې دي.

له دې سره روسیه کې اوسمهال د کووید نوولس ناروغانو شمېر ۳۳۵زره او ۸۸۲ تنو ته رسېدلی دی.

روسیه کې د کرونا ویروس مثبتې پېښې ورځ تربلې مخ په زیاتېدو دي او یوازې تېره ورځ دغه هېواد کې ۱۵۰ تنه د کووید نوولس ناروغۍ له کبله مړه شوي دي. روسیه کې اوس د ټولو مړو شویو کسانو شمېر ۳۳۸۸ ته رسېدلی دی.

د روسیې ترڅنګ مکسیکو کې هم د کووید نوولس ناروغانو شمېر مخ په زیاتېدو دی او تېره ورځ دغه هېواد کې ۳۳۲۹ مثبتې پېښې ثبت شوې دي چې ټول شمېر یې له ۶۵ زرو اوښتی دی.

مکسیکو کې د کرونا ویروس له کبله له ۷زرو ډېر کسان مړه شوي دي.

اندونیزیا تېره ورځ د کرونا ویروس ۹۴۹ مثبتې پېښې ثبت کړې او دغه هېواد کې ټولې مثبتې پېښې له ۲۱ زرو واوښتې.

دغه هېواد کې تر اوسه ۱۳۵۱ تنه مړه شوي او له ۵ زرو زیات روغ شوي هم دي.

نړۍ کې د کرونا ویروس د مثبتو پېښو شمېر له ۵ میلیونو او ۳۰۰ زرو هم اوښتی دی او د مړو شمېر هم له ۳۴۲ زرو اوښتی دی.

نړۍ کې د کرونا ویروس د مثبتو پېښو شمېر له ۵ میلیونو او ۳۰۰ زرو هم اوښتی دی

شریک یي کړئ