Skip to main content
وروستي خبرونه
تصویر بندانگشتی

دانش: دولت د اساسي قانون په پلي کولو کې له ستونزه سره مخ دی

د ولسمشر دویم مرستیال مني چې، دولت په هېواد کې د اساسي قانون په پلې کېدو کې له ستونزو سره مخامخ دی.

ښاغلي دانش دا څرګندونې نن (شنبه د مرغومې په ۱۴مه) د اساسي قانون د تصویب د شپاړسمې کلیزې په مراسمو کې وکړې؛ خو ټینګار یې وکړ چې په اساسي قانون کې تعدیل او غور یوه اړتیا ده.

د ولسمشر دویم مرستیال سرور دانش زیاته کړه چې په اساسي قانون کې تعدیل به د طالبانو په غوښتنه نه وي:«د اساسي قانون د پلي کولو او تفسیر په پړاو کې له ننګونو سره مخ یوو او څه ابهامات شتون لري. له دې امله روښانه ده چې د اساسي قانون موادو په یوې برخه کې باید غور وشي.»

د سولې په اړه له روانو هڅو سره سم، دغه حکومتي چارواکی یو ځل بیا پر اوربند او د اوسني نظام د لاسته راوړنو پر خوندینې ټینګار کوي.

ښاغلي دانش څرګنده کړه:«په لومړي پړاو کې د اعتماد جوړونې لپاره په افغانستان کې عمومي اوربند یوه جدي اړتیا ده او دویم پړاو د افغانستان اسلامي جمهوري دولت پر محوریت د افغانانو ترمنځ مذاکرات چې دا کولای شي د سولې د عملي بهیر د پیل لپاره اصلي کلۍ وي.»

ورته مهال د اساسي قانون پر پلې کېدو د څار خپلواک کمېسیون رییس محمد قاسم هاشمزي چې په دغو مراسمو کې یې حضور درلود، د حکومت له خوا د اساسي قانون تر پښو لاندې کولو باندې نیوکه وکړه:«اساسي قانون ته له درناوي پرته باید د سولې غوښتنه باید د منلو وړ نه وي، نو راځې چې د سولې لپاره د اساسي قانون پر ځواک مخته ولاړ شو.»

له دې سره سم، ځينې قانون جوړونکي حکومت د اساسي قانون په نقضولو تورنوي.

د ولسي جرګې لومړی مرستیال امیر خان یار وايي:«موږ ته داسې قوانین راځي چې د اساسي قانون له طرحې سره په ټکر کې دي.»

د افغانستان د حقوق پوهانو ټولنې مرستیال سبحان مصباح هم څرګندوي:«اساسي قانون تر ډېره د درې واړه قواو په کچه تر پښو لاندې شوی؛ حکومت، پارلمان، قضایه قوه. او ټاکنیزو کمېسیونونو تر ډېره نقض کړی دی.»

د حقوق پوهانو په اند په هېواد کې د قانون نه حاکمیت، د ناوړه دودونو غښتلتیا، د ناامنیو دوام، اداري فساد او د معافیت کلتور، د اساسي قانون د نقضولو بنسټیز لاملونه دي.

شریک یي کړئ