Skip to main content
وروستي خبرونه
تصویر بندانگشتی

چارواکي: طالبانو د زندانونو د تنظیم ادارې یوه ښځیه کارکوونکې وژلې

د غزني ولایت ځايي چارواکي طالبان په دغه ولایت کې د زندانونو د تنظیم ادارې د یوې ښځیه کارکوونکې پر وژلو تورن وي.

دغه چارواکي وايي چې دغه ښځه فاطمه نومېده، کابو دوه اوونۍ مخکې د کابل - غزني په لویه لار د طالبانو له خوا تښتول شوې او تېره ورځ پولسیو د دغې ښځې مړی د دغه ولایت په اندړ ولسوالۍ کې پیدا کړ. 

د غزني د والي ویاند واحدالله جمعه زاده وویل:«دوه اوونۍ مخکې مخالفو وسله والو هغه بیولې وه، مړی یې په اندړ کې پيدا شو او سرې میاشتې هغه مرکز ته ولېږدوه.»

د غزني د امنیه قومندانۍ ویاند احمدخان سیرت هم وايي:«فاطمه د جاغوری وه. له کابله جاغورۍ ته تللی چې د قره باغ په سیمه کې د طالبانو له خوا له موټره کوزه کړل شوه او له بده مرغه هغه یې وژلې ده.»

د فاطمې ورور وایي چې موریې د فاطمې د خوشي کولو لپاره د طالبانو لیدو ته قره باغ ولسوالۍ ته ولاړه . خو طالبانو فاطمه خوشي نه کړ.

د فاطمې ورور سمیع الله رجبي وايي:«د طالبانو لاس ته ولوېده. مور مې او د سیمې ملا امام له سپینږیرو سره ولاړه ځينې غوښتنې یې لرلې چې له بده مرغه موږ نه شوای کړای پوره یې کړواو په اندړ ولسوالۍ کې ووژل شوه او تېره شپه د شپې اته بجې مړی یې د هلال احمر له خوا ترلاسه کړل شو.»

د فاطمې ورور چې فاطمه په اتو ډزو سره وژل شوې ده او په بدن کې یې د وهلو ټکولو نښې ښکاري.

د غزني د ولایتي شورا غړي هم وايي چې طالبانو د غزني مشرانو ته ویلي وو چې دغه مېرمن د دې په شرط ازادوي چې خپلې دندې ته ستنه نه شي.

د غزني د ولایتي شورا غړی خالق داد اکبري څرګندوي:«مشرانو او سپینږیرو ډېره هڅه وکړه. لومړی طالبانو وویل چې سپینږیرې دې راشي او ژمنه وکړ چې نور د دولت کارکوونکې نه شي کېدای؛ ټول حاضر وو چې دا ژمنه هم ورکړي، خو له بدغه مرغه هغه یې ووژله.»
  
د زندانانو د تنظیم چارو ادارې مسوولان وایي چې فاطمې په کابل کې زده کړې کړې وې او له یو نیم کال راهیسې یې په دغه بنسټ کې کار کاوه.

سره له دې چې د غزني چارواکي د طالبانو یو قومندان ملارسول د فاطمې په تښتولو او وژلو تورنوي خو طالبان وایي چې د فاطمې فیضي د تښتول کېدو او وژل کېدو په تړاو یې څېړنې پېل کړي دي.
 
امنیتي مسوولان وایي چې فاطمې فیضي په ترکیه کې زده کړې کړې وې او د زندانونو د چارو د تنظیم په اداره یې کې کار کاوه او له څو میاشتو وروسته د خپلې مور لېدو ته جاغوري ولسوالۍ ته تلله.

طالبانو تر اوسه په دې تړاو څه نه دي ویلي .

شریک یي کړئ