Skip to main content
وروستي خبرونه
Thumbnail

د کلتوري اثارو د خوندي ساتنې لپاره د فرهنګپالو غوښتنه

د هېواد فرهنګپالان، د سولې خبرو اترو کې له ښکېلو اړخونو، له هغو سازمانونو او هېوادونو څخه چې د سولې خبرو ملاتړ کوي، غواړې چې په مذاکراتو کې د کلتوري اثارو ساتنې ته پاملرنه وکړي.

د کلتوري برخې دغه کسان وايي دوی دې ته اندېښمن دي چې د سولې د خبرو په پایله کې به داسې وضعیت را منځته شي چې د دې خاورې د خلکو تاریخي پېژاند ته به زیان رسونکی وي.

دوی تاریخ، ازادي او لاسته راوړنې د دې خاورې د خلکو اصلي پېژندګلوي یادوي او وايي دا پېژاند باید د سولې خبرو په لړ کې د پردیو د غوښتونو قرباني نه شي. 

د ملي موزیم د کوشانیانو د دورې د لرغونو آثارو مسوول د کوشانیانو د پاچا دا دوې مجسمې د طالبانو له لوري هغه ماتې شوې مجسمې بولي چې بېرته ترمیم شوي دي. دا دوې مجسسمې ۸۰ کاله وړاندې د بغلان ولایت د سرخ کوتل له سیمې چې د زردشتیانو پر اورځای مشهور دی، تر لاسه شوې وې.

په ملي موزیم کې د کوشانیانو د دورې د لرغونو آثارو مسوول عبدالبصیر کامجو وویل:«تاسې د فرعون مومیايي مجسمه وګورئ د فرعون مړی ووینئ؛ ساتل کېږي هغه ځای کې چې اوس سترې اسلامي مدرسې هلته دي. موږ د مصر له الازهر پوهنتون څخه په سلګونه فارغ عالمان لرو چې هلته یې زده کړې کړې دي خو د دین هېڅ واقعي عالم د تاریخي اثارو د ویجاړولو په هکله نظر نه دی ورکړی.»

د طالبانو په دوره کې دوه زرو ۵۰۰ مجسمې او تاریخي آثار د هغوی له لوري په تبر سره مات شوي دي، خو نن د دغو مجسمو یوه برخه لکه د فکر کولو په حال کې د بودیستوا سیدآرته مجسمه په تېرې یوه نیمه لسیزه کې ترمیم او په ملي موزیم کې اېښودل شوې ده.

خو نن چې د افغانستان اسلامي جمهوریت مرکچي پلاوی له طالبانو سره د مذاکرې لپاره په قطر کې دی؛ فرهنګپالان یو ځل بیا د هېواد لرغونو آثارو ته اندېښمن دي.

د هنر د عالي شورا غړی تیمورشاه حکیم یار وویل:«له هغو لوریو چې د قطر په غونډه کې حضور لري صمیمانه غوښتنه کوو چې دا موضوع په جدي توګه په پام کې ونیسي چې نور څوک د دغه هېواد د هنر او فرهنګ پر مخ توره را ونه باسي او د دغه هېواد هنر ټپي نه کړي.»

د سولې د مذاکراتو په لړ کې د تاریخي آثارو د تضمین لپاره د عدالت غوښتنې دا غونډه په کابل کې د یو شمېر فرهنګپالو له لوري جوړه شوې ده.

د اطلاعاتو او کلتور وزارت کلتوري مرستیال رسول باوري څرګندوي:«د لرغونو اثارو د ملاتړ ټولنه د افغانستان اسلامي جمهوریت له رییس څخه په جدي ګونه غوښتنه کوي چې په قطر کې د افغانستان د سولې خبرو اترو په پلاوي کې د لرغونو اثارو د ساتلو چارو یو یا دوه متخصصین وټاکي او د تاریخي اثارو د تضمین او ساتلو په پار مناسبې مشورې ورکړي.»

د ملي موزیم مجسمې یوازې هغه تاریخي آثا نه وو چې د طالبانو په دوره کې ویجاړ شوي، طالبانو د بامیانو د بودا مجسمې هم چې ۱۶۰۰ کاله لرغونتوب یې درلود، والووزولې

نن چې د افغانستان اسلامي جمهوریت مرکچي پلاوی له طالبانو سره د مذاکرې لپاره په قطر کې دی؛ فرهنګپالان یو ځل بیا د هېواد لرغونو آثارو ته اندېښمن دي.

شریک یي کړئ