Skip to main content
وروستي خبرونه
Thumbnail

یوه انځورګر دخپلو پنځونو د نندارې لپاره دوه پوړیزه ګالري جوړه کړې

یو انځورګر په کابل کې د اولسو کلونو په لړ کې د خپلو ۱۵۰ اثارو د نندارې لپاره په دوه پوړونو کې انځورتون یا ګالري جوړه کړې ده.

دا جوړه شوې ګالري د محمد یوسف آصفي له تابلوګانو څخه چې نورستاني، هراتي او کابل انځورګرۍ او کلاسیکې معمارۍ میتود په کې کارول شوې، جوړه شوې ده.
 
د هغه دغه هنرې تابلوګانې له هېواد څخه بهر کې هم نندارې ته اېښودل شوې دي او جایزې یې هم ترلاسه کړې دي.

د یوسف آصفي د انځورګرۍ تابلوګانۍ تر ډېره د هېواد د ښارونو او  خلکو فولکلور عکسونو ته ورته دي.

دا تابلوګانې د ریالیزم او اکسپرسیونیسم په بڼو نقاشي شوي چې احساس او ولوله په کې د پام وړ ده.
 
انځورګر محمد یوسف آصفي په دې اړه وویل:«سمه ده چې د ریالیزم له بڼې مې پیل کړی او منم خو وروسته مې هڅه کړې چې په خپلو کارونو کې نوښت ولرم. لومړی مې له بورس سره کار پيل کړ وروسته چړې او وروسته مې جړه په بېلابېلو بڼو کارولې ده.»
 
یوصف آصفي په تېرو اوولسو کلونو کې هڅه کړې ده چې د پلازمېنې په یوې برخه کې د خپلو ۱۵۰ تابلوګانو لپاره دا دوه پوړیز انځورتون یا نګارستان جوړ کړي.

تر اوسه ټولې تابلوګانې د دغه انځورتون پر دېوالونو وهل شوې دي او دا انځورتون په لرګیو کې د معمارۍ په نورستانۍ او کابلۍ بڼه جوړ شوی دی.

ترکاڼ محمد حکیم څرګندوي:«تابلوګانې د سل په یو سلو پنځوسو، دوه سوه په سلو، او همدا اندازه دي. کله چې دا تابلوګانې بشپړ وو، په دېوالونو لګوو. یا څوک دا تابلوګانې وپېري ځو په کور او یا دفتر کې یې لګوو.»

یوسف آصفي نږدې څلوېښت کاله د آموتورې انځورګرۍ تجربه لري. په اصل کې دغه انځورګر طب لوستی دی.

 د یوسف آصفي د انځورتون اداري مدیر بازمحمد ولي وايي:«هغه ملګري چې دلته مراجعه کوي او کله چې د ډاکټر یوسف اصفي اثار غوښوي که چېرې امکان یې وي هغه اثر هماغه وخت د هغوی په واک کې ورکوو.»
 
یوسف آصفي خپل ځان یو له هغو هنرمندانو بولي چې د طالبانو په دوره کې یې د دې ډلې له لوري د ملي نګارستان د ځينو نقاشیو د له منځه تلل ژغورلي دي.
 
ښاغلی اصفي زیاتوي:«وتوانېدم چې د نقاشۍ ۸۰ تابلوګانې د شنیو رنګونو په واسطه د هغو مسایلو په هکله چې په یوې فیګور او زیر (څېره) تابلو کې دي پر ټولو مې مجاور طبیعت بشپړ کړ چې ونه پوهېدل شي.»
 
دا انځورتون د یوسف آصفي په خپل نوم دی. د دغه انځورتون د جوړېدو په کار کې یې هېڅ بېړه نه ده کړې څو دا هنري پنځونې د کلونو لپاره په یوه ځانګړي ځای کې پاتې شي.

شریک یي کړئ