Skip to main content
وروستي خبرونه
Thumbnail

هرات کې د لرغونو آبدو د له منځه‌تلو په تړاو اندېښنې

د هرات د اطلاعاتو او کلتور ریاست مسوولین وايي، په دغه ولایت کې څه باندې ۲۵۰ لرغوني اثار د لمنځه تلو په حال کې دي.

دوی وايي، حکومت سږکال یوازې ۵ میلیونه افغانۍ د دغه ولایت د ټولو لرغونو آثارو د ساتنې لپاره ځانګړي کړي او په وینا یې دغه پیسې د یوې تاریخي آبدې د بیارغونې لپاره هم کافي نه دي.

د هرات ولایت د اطلاعاتو او کلتور ریاست د لرغونو اثارو د ساتنې مدیر، زلمی صفا وايي:«د طبعي ورانیو او پړسوب دېرش سلنه دی او تدابیرشته، خو که په کافي اندازه پانګه اړوندې ادارې ته په واک کې ورکړل شي.»

herat

یو شمېر فرهنګپال حکومت په هرات کې د لرغونو آثارو د ساتنې او بیارغونې په برخو کې پر بې غورۍ تورنوي او خبرداری ورکوي که چېرې دغه وضعیت همداراز دوام وکړي؛ نو د دغه ولایت ډېری تاریخي آثار به لمنځه ولاړ شي.

د فرهنګي چارو کارپوه، ولي شاه بهره څرګندوي:«د کابو اتو سوو تاریخِ اثارو رغونې او مرمت لپاره پنځه میلیونه افغانۍ چې زه شاهد یم عملي به شي او کنه، کافي نه دي او دا تاریخي اثار د منځه تلو په حال کې دي.»

لاندې انځور کې تاریخي جومات چې د هرات ښار په ګازرګاه سیمه کې موقعیت لري د لمنځه تلو له حالت سره مخ وو؛ خو د ترکیې حکومت له لوري د څه باندې ۷۰ زره ډالرو په لګښت سره بیا رغول شوی دی.

herat

هرات کې د ترکیې د لومړي وزیر د دفتر مسوول، علي ارغون چنار بیانوي:«راتلونکي کال کې د افغانستان او ترکیې د اړیکو سلمه کلیزه ده او موږ ته ډېره مهمه ده، موږ غواړو چې ځانګړي کارونه ولرو.»

ویل کیږي، په هرات ولایت کې څه باندې ۸۰۰ لرغوني آثار شته او د ځینو یې ځینې برخې د بیلابیلو لاملونو له امله ویجاړ شوي او یو زیات شمېر یې د لمنځه تلو په درشل کې دي.

یو شمېر فرهنګپال حکومت په هرات کې د لرغونو آثارو د ساتنې او بیارغونې په برخو کې پر بې غورۍ تورنوي

شریک یي کړئ