د اقاخان پراختیايي شبکې لخوا د چاپېریال ساتنې نړیوالې جایزې پروګرام پیل کړی د راتلونکي زیږدیز کال په مني کې به یې لومړي مراسم ترسره شي.
یادې شبکې د بریټانیا شازادګي ویلیام په همکارۍ دا بهیر پیل کړل چې په ترځ کې یې هغو کسانو او بنسټونو ته چې د چاپېریال ساتنې لپاره کړنلارې چمتو کوي، جایزه ورکوي.
ټاکل شوې ده چې تر راتلونکو لسو کالو پورې هر کال پنځه یو میلیون پونډي جایزې، اشخاصو، پوهانو، اقتصادپوهانو، د چاپېریال ساتنې فعالانو، د حکومتونو مشرانو، بانکونو او یا هم نورو بنسټونو ته چې د چاپېریال ساتنې لپاره کار کوي، ورکړي.
تمه ده چې د دغو مراسمو لومړی پروګرام د ۲۰۲۱ زیږدیز کال په مني کې لندن کې ترسره شي.
د دغه جایزې لپاره د اشخاصو و بنسټونو نوملیکنه د روان کال له د نومبر میاشتې په لومړۍ ورځ پیلیږي او وروسته به پنځه پړاونه تېروي.
پایله کې به د پنځلسو کسانو یا بنستونو له ډلې پنځه د جایزې بریالي وبلل شي او هر یو به د چاپېریال ساتنې لپاره د خپل پروګرام مخته وړو لپاره یومیلیون پونډه ترلاسه کړي.