Skip to main content
وروستي خبرونه
تصویر بندانگشتی

په افغانستان کې د محمد رضا شجریان د مړینې په هکله غبرګونونه

په فارسي ژبو هېوادونو کې د محبوب ایراني سندرغاړي محمد رضا شجریان مړینې افغانستان کې هم خپل غبرګونونه لرلي دي.

د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت، د شجریان مړینه د فارسي ژبې حوزې ته تسلیت ویلې او د دې پېښې له امله یې د فارسي ژبې حوزې د خواشینۍ په اړه خبرې کړې دي.
 
د بهرنیو چارو وزارت ویاند ګران هېواد وايي:«ښاغلی شجریان د فارسي ژبې یو مشهور او نامتو هنرمن و. د افغانستان اسلامي جمهوري د بهرنیو چارو وزارت د ښاغلي شجریان مړینه د هغه کورنۍ او د فارسي ژبې حوزې موسیقۍ ته تسلیت وايي.» 

د محمد رضا شجریان د مړینې خبر په خپرېدو سره په افغانستان کې هم د ټولنیزو شبکو هغو کارونکو چې له نوموړي سره آشنا و؛ ځينې لیکنې کړې دي.

په دې لړ کې د ملي روغې جوړې د عالي شورا رییس عبدالله عبدالله په یوې اعلامیه کې محمد رضا شجریان د فارسي ژبې یو لوی هنرمن بلل دی او نوموړی یې د سیمې د هېوادونو میراث او د دري ژبې د لویو شاعرانو لکه مولانا، حافظ، سعدي او فردوسي معرف بللی دی.

د هېواد مشهور سندرغاړي فرهاد دریا، د موسیقۍ د ملي انسټېټیوټ رییس احمد ناصر سرمست او د افغان فلم رییسه صحرا کریمه هغه نورې څېرې دي چې په خپلو فېسبوکونو او ټوېټرونو کې یې د شجریان مړینې ته غبرګون ښودلی دی.

داسې انځورنه هم لاس په لاس کېږي چې په کابل کې هم یو شمېر فرهنګیان او د محمد رضا شجریان د مینوال ښيي چې د جمعې په شپه يې د کابل ښار په یوې برخه کې د هغه په یاد شمعې لګولې دي.

محمد رضا شجریان د جمعې پر ورځ په ۸۰ کلنۍ کې د تهران په یوه روغتون کې ومړ. هغه له څو کلونو راهیسې ناروغ و.

د ملي روغې جوړې عالي شورا رییس عبدالله عبدالله، شجریان د سیمې هېوادونو «ګډ فرهنګي میراث» کڼي.

شریک یي کړئ