Skip to main content
وروستي خبرونه
Thumbnail

د طالبانو له خوا د ملي ګالري۲۰۰تخریب کړل شوي اثار بېرته ورغول شول

د ملي ګالرۍ څه باندې ۲۰۰ هنري اثار چې د طالبانو په دوره کې څيرې او خراب کړل شوي وو له ۱۹ کلونو وروسته بېرته ورغول شول.

د ملي ګالرۍ امره وايي چې طالبانو د بامیان د بودا د مجسمو له چاودولو وروسته، په ملي موزیم او ملي ګالرۍ کې څه باندې ۲۰۰ اثاره څېرې او مات کړل.

د ملي ګالرۍ د امره د وینا پر بنسټ، اوس ۲۹ اثار ترمیم شوي دي او د هغوی ځينې په دغه ملي ګالرۍ کې نندارې ته اېښودل شوي دي.

دغه اثار د بهرنیو هنرمندانو او د برېتش کونسل په مرسته بیارغول شوي دي او ۱۵۰ نور اثار د بیارغولو لپاره چمتو دي.

د ملي ګالرۍ په دغو ټولو ترمیم او بیارغول شویو آثارو کې د انسان څېرې لیدل کېږي.

د ملي ګالرۍ د مسوولانو په وینا په دغو آثارو کې ۲۰۰ هغه هنري آثار شامل دي چې د طالبانو په دوره کې د څېرې د لرلو له امله تخریب او څېرل شوي وو.
 
د ملي ګالرۍ آمره صابره رحماني وايي:«له هغې وروسته کله چې د بامیانو د بودا مجسمې ویجاړې کړل شوې، ملي موزیم او ملي ګالرۍ ته راځي او دلته ځينې اثار چې په کې ۲۰۰ یا ۲۱۰ اثار شامل دي خراب او څېرل کېږي.»

ظاهراً د طالبانو په دوره کې د ملي ګالرۍ انځورګرانو هڅه کړې ده، په داسې رنګ سره چې بېرته پاک کړای شي د انسان د څېرو ځينې نقاشۍ د طالبانو له سترګو پټې کړې دي.

د عبدالغفور برېښنا له تابلو سره همدا کار شوی دی او ظاهراً دا رنګ له تابلو نه په بشپړ ډول پاک شوی نه دی او اثر هم لږ زیانمن شو.

د ملي ګالرۍ بهرنی لارښود صبغت الله رحیمي څرګندوي:«یوه مېرمن ده چې ناسته ده چې د لرګي په زینه بام ته پورته کېږي او کوم کار ترسره کوي. دا مېرمن یې په رنګ سره پوښلې وه. د هغو اثارو له ډلې یو دا دی، نو رنګ مو بېرته لرې کړ په فیګوري بڼه ځان ښکاروي چې دی.»

د طالبانو په دوره کې یو شمېر ویجاړ شوي آثار د ملي ګالرۍ د مخزن په نوم یوې خونه کې نندارې ته اېښودل شوې دي.

 برېټش کونسل د ملي ګالرۍ د نهه ویشتو آثارو له رغولو سره هم مهاله د دې ملي ګالرۍ ځينې کارکوونکي د هنري آثارو د ترمیم په برخه کې روزلي دي.

   د ملي ګالرۍ د مخزن مدیر خیرالدین ابراهیم خیل په دې هکله وویل:«له نېکه مرغه دغه پروژه وتوانېده چې په درې پړاوونو کې زموږ ۲۹ اثار بیاورغوي چې دا اثار په دوه ډوله دهي روغني او ابرنګ دي.»

د ملي ګالرۍ د مسوولانو په وینا دغه بنسټ اوس مهال د انځورګرۍ او میناتورۍ ۷۰۰ بېلابېل اثار لري خو د ملي ګالرۍ ۲۰۰ اثاره د کورنیو جګړو پر مهال ورک شوي دي. 
 
شریک یي کړئ