Skip to main content
وروستي خبرونه
Thumbnail

آقاخان فرهنګي بنسټ د هرات پنځم څلي د بیارغونې لومړنۍ چارې پیل کړې

د آغا خان کلتوري بنسټ د هرات د پنځم منار د بیارغوونې لپاره لومړني کارونه پیل کړل. د دغه بنسټ مسوولین وايي له یاد څلي یې بېلګې اخېستي او د څېړنې لپاره به يې ایټالیا ته واستوي.

د دوی په وینا د لرغون پیژندونکو یوه نړیواله ډله به د منار څېړنه وکړي‎، تر څو د منار د رغوونې چارې په معیاري ډول مخته ولاړې شي.

د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت وايي د لرغون پېژدونکو له څېړنو وروسته به د هرات پنځم منار د پیاوړتیا او رغوونې کار ډیرژر پیل شي.

د آغاجان د کلتوري بنسټ د پروژې مدیر، آرش بوستاني وايي:«بیلګې باید ایتالیا ته ولېږدول شي د تسټ لپار، د تکړه نړیوالو څېړونکو یوه ډله پرې کار کوي چې د جوړښت، فریکانس او هتزاز ته په کتو سره د ودانۍ سره مطابق ډيزان جوړ کړي.»

د اطلاعاتو او کلتور وزارت وايي چې ددغه منار د بیارغاونې او کلکولو عملي کارونه به د لروغونپېژندونکو د څېړونو له لای ته رسېدو وروسته پېل شي.

د اطلاعاتو او کلتور وزارت د تاریخي آبداتو رییس، عبدالاحد عباسي زیاتوي:« موږ هیله لرو چې له څېړنو وروسته، به دا منار پر خپل ځای وي، د هغو استحکاماتو سره چې ترسره کیږي.»

د هرات ځايي چارواکي وایي چې ددغه ولایت د پنځم منار لپاره کافي بودجه شته . د هرات د والي په وینا ددغه ولایت ډیری هغه لرغوني ځایونه یې بیارغاولې دي چې د له منځه تلو په حال کې وو .

د هرات والي، سید وحید قتالي څرګندوي:« یوازې د پنځم منارژغورنې لپاره د ولسمشر غني هدایت دا دی چې له ټول اړین لګښت که د۲۰۰ تر ۵۰۰ ډالره کیږي. ولسمشر یې ورکوي.»

کلونه کیږي چې د هرات پنځم منار د کېبولونو په مټ ساتل کیږي. د څېړنو له مخې، په وروستیو کلونو کې دا منار نور هم کوږ شوی دی او د ړنګېدو احتمال یې زیات شوی دی، خو د اطلاعاتو او کلتور وزارت او د آغاخان کلتوري بنسټ وایي چې دا منار به له ړنګېدو وژغوري.

شریک یي کړئ