Skip to main content
وروستي خبرونه
Thumbnail

د لاجورد په نامه د فلم ملي فېسټیوال کابل کې پای ته ورسېد

د لاجورد په نامه د فلم ملي فېسټیوال د پای په مراسمو کې ۳۵ زریني جایزي په پنځو کټګوریو کې هنرمندانو ته ډالۍ کړل شوې.

د هېواد د فلم جوړونکو تر څنګ د نړۍ له ګوټ ګوټ څخه فلم جوړونکو د جایزو تر لاسه کولو په موخه په دغه فېسټیوال کې ۵۵ فلمونه سیالۍ ته وړاندې کړي وو.
 
لاجورد د افغانستان د فلمونو لومړی ملي فېسټیوال دی چې سږکال د افغان فلم د ریاست له خوا چې ۵۳ کاله سابقه لري په لاره اچول کېږي. 

مستند جوړونکې او هنرمنده عاقله کمال رضايي وايي:«ډېره خوشحاله یم چې د لومړي ځل لپاره د یوه دولتي بنسټ له لوري یو ملي فېسټيوال جوړېږي.»

د افغانستان د فلم  دا فېسټيوال د روسیې د پوهې او کلتور په کور کې جوړه شوی دی.
 
په کابل کې د روسیې د پوهې او کلتور د کور مسوول ویچسلو نکراسوف وویل:«دا فېسټيوال د سږکال یوه لویه کلتوري پېښه ګڼم او دا پېښه به په افغانستان کې د سولې پر لور یو ګام وي.»

توفیق لایق او لینا علم د لومړي رول د تر ټولو غوره لوبغاړو، د سیبې از بهشت فلم د تر ټولو غوره داستاني فلم، د حبیبې فلم د لنډ داستاني فلم، د ظاهر هویدا د ژوندانه په تړاو د مرغ توفان په نامه فلم د غوره داستاني مستند، شیخک تر ټولو غوره مستند، حسن نوري د ممنوعه مستند کارۍ په برخه کې د غوره ډایکریکټر، زبیر فرهنګ د غوره سناریو لیکونکي، او د لاجورد حقیقي په ډایرکټرۍ سره  نوارها فلم د تر ټولو غوره انېمېشن په برخه کې د افغانستان د فلم د لومړني فېسټيوال جایزې ترلاسه کړې دي.

د فلم د غوره انېمېشن د جایزې ګټوونکې لاجورد حقیقي وايي:«د خپل عمر ۱۱ کاله په دې هنر کې وم خو لومړنۍ جایزه ده چې په خپل هېواد کې اخلم. روح مې راژوندی شو او تازه شوی دی.»
  
د اطلاعاتو او کلتور وزارت سرپرست طاهر زهیر هم څرګندوي:«زموږ هوډ دا دی چې کلتور د هېرې له وتلو وژغورو او د خوشحالۍ اوزار راژوندي کړو.»

د افغان فلم رییسه صحرا کریمي وايي:«په یاد لرم چې ځينې مشران شته چې په بېلابېلو برخو کې یې اوږدې لارې کچ کړې دي چې نن موږ او تاسې هغه لار کچ کړو.»

د دغه فېسټيوال د لګښت لویه برخه د خصوصي شرکتونو له لوري ورکړل شوې ده او اطلاعاتو او کلتور وزارت دغه فېسټیوال ته یوازرې ۳۵۰ زره افغانۍ ځانګړې کړې دي.

شریک یي کړئ

په دې اړه مو اندونه