Skip to main content
وروستي خبرونه
Thumbnail

د باختر خزانه له ۱۳ کلونو وروسته بېرته هېواد ته راوړل شوه

د باختر خزانه دیارلسو هېوادونو ته له یوه ۱۳ کلن سفر او نندارې وروسته له ۳۵۰ مېلیونه افغانیو سره هېواد ته راوړل شوه.

د باختر خزانه د لرغونې نړۍ یوه تر ټولو ستره د سرو زرو له خزانو څخه ګڼل کېږي چې ۴۲ کاله مخکې د شبرغان په شمال کې د طلا تپې په سیمه کې کشف شوه. 

د باختر خزانې یوویشت زرو یو سلو پنځه څلویښت آثار په نړۍ کې له دیارلس کلن نندارتون وروسته په ۲۵ صندوقونو کې هېواد ته راوړل کېږي.

د باختر خزانه په ۱۳۵۷ لمریز کال کې د شبرغان ښار په پنځه کیلومټرۍ کې له یوې شاهي هدیرې تر لاسه شوه.

دا خزانه د کوشانیانو له برم او جلاله د ډک ژوندانه ښوده کوي چې د خپلو شهزاده ګانو مړي یې د سروزرو له ټوټو سره خښول.
 
د ملي موزیم مرستیال عین الدین صداقت وايي:«پرېکړه مو وکړه چې د هغه یوه برخه موزیم ته ولېږدو او یوه برخه یې چې په کې ګاڼې شاملېږي د ولسمشرۍ ماڼۍ د بانک خزانې ته ولېږدو.»

د باختر خزانه د تخار د آی خانم د غونډې، د بلخ د زرګرانو د غونډې او  کابل کې د بګرام د تاریخي سیمې له آثارو سره یو ځای په د دیارلسو هېوادونو په څلرویشتو موزیمونو کې نندارې ته اېښودل شوي دي چې ۳۵۵ مېلیونه افغانۍ عواید یې لرلي دي.

دا خزانه په اصل کې له منځنۍ آسیا او د نړۍ له نورو تمدنونو سره د افغانستان تړاو ښيي.

اوس ملي موزیم غواړي چې د باختر خزانې په ترلاسه شویو عوایدو سره په هېواد کې د موزیمونو د پراختیا لپاره کار واخلي.
  
د ملي موزیم رییس فهیم رحیمي څرګنده کړه:«موږ اړتیا لرو چې په بېلابېلو ولایتونو کې، په بېلابېلو ځایونو کې، په بېلابېلو برخو کې له بېلابېلو موضوعګانو سره موزیمونه جوړ کړو.»

حکومت د باختر خزانه اته میاشتې وړاندې بېرته هېواد ته راوړه چې د سیمې له هېوادونو سره د ورېښمو د لار د ګډ نندارتون لپاره چمتووالی ونیسي او دغه راز د بودایي، اسلامي او نورو تمدونونو د دورو لرغوني آثار له افغانستانه بهر نندارې ته د وړاندې کولو لپاره چمتو او ولېږدوي.

شریک یي کړئ

په دې اړه مو اندونه