Skip to main content
وروستي خبرونه
تصویر بندانگشتی

د جام منار د اسلامي نړۍ په کلتوري میراثونو کې ثبت شو

د بهرنیو چارو وزارت وايي چې د غور ولایت جام منار د اسلامي نړۍ کلتوري میراثونو کې ثبت شو دی.

جام منار چې څه باندې ۶۰ مټره اوږدوالی لري او پرې ښکلې نقاشۍ کاږل شوې دي، د هریرود سنید پر غاړه پروت دی.

دا څلی څه باندې ۸۰۰ کاله وړاندې د سلطان غیاث الدین غوري د واکمنۍ پر مهال د غور په جام دره کې جوړ شو.

اوس د بهرنیو چار و وزارت وایي چې د جام منار په پاریس کې د اسلامي نړۍ د کلتوري میراثونو په نوملړ کې ثبت شوی دی.

۱۸ کاله مخکې دا منار د ملګرو ملتونو په ښوونیر علمي او کلتوري سازمان یا یونسکو کې هم ثبت شو. 

اوسمهال په جام دره کې طالبان حضور لري. جام مناز په یوې لرغونې سیمه کې جوړ شوی دی.

د لرغونپېژندونکو د معلوماتو له مخې یو مهال د دغه څلي په ۱۰ کیلومټرۍ کې د یهودانو یوه هدیره هم کشف شوې وه او له شاوخوا یې د پوځي ودانۍ او یوې ماڼۍ لرغونې آثار او خټينې کوزې هم تر لاسه شوې دي.

شریک یي کړئ