Skip to main content
وروستي خبرونه
تصویر بندانگشتی

هغه تنکي ځوانان چې له نقاشۍ او خطاطۍ سره د سولې پیغام منعکس کوي

که څه هم جګړې او نورو ناخوالو د هېواد ډېری برخې اغېزمنې کړې دي، خو داسې کسان شته هڅې کوي داسې هنرونو زده کړي چې په هغه کې د سولې او هوسایني پیغامونو منعکس کول له بدو پېښو اغېزمن نه شي.
 
سمیع فقیري یو له هغو کسانو دی چې له ناخوالو د لرې پاتې کېدو په پار، د نقاشۍ او خوش نویسۍ هنر زده کړې ته یې مخه کړې ده.

سمیع فقیري د کابل په یوه خصوصي مرکز کې له دوو میاشتو راهیسې شاوخوا ۳۰ کسانو ته د نقاشۍ او خوش نویسۍ هنر زده کړي:«موږ د دوی ته د (نقاشۍ لپاره) ښایسته او ښکلي الوتونکي ورکوو، ښکلی طبعیت ورکوو، د افغانستان تاریخي ځایونه ورکوو چې انځور یې کړي او ذهن یې یوه ښکلي لید خوا ته ولاړ شي، او ښکلي اندۍ ته ولاړ شي.»

زبیر احمد چې د ښوونځي د دولسم ټولګي زده کوونکی دی خطاط کېدل د خپلو یو له لویو هیلو څخه بیان وي. هغه هیله چې د دغه اتلس کلن ځوان په وینا چې هغې ته د رسېدو لپاره باید مطلوبه فضا برابره وي:«یو خطاط، یو نقاش ارامښت او امنیت ته اړتیا لري چې خپل کار په ارامۍ کې په ښه توګه ترسره کړي.»

د دغې درسي خونې په شاوخوا کې بېلابېلې تابلوګانې ځړول شوي دي؛ خو ۱۴ کلنه محجوبه بیا یو له هغو کسانو ده چې، په دې ځای کې د نورو سوژو په پر تله د ښکلاوو نقاشۍ ډېرې خوښوي.

هغه وايي:«نه غوښوم چې وژنې او داسې څيزونه رسامي کړم! لېواله یم چې طبیعت او داسې شیان رسامي کړم.»
 
 ۹ کلنه دنیا چې، د نقاشۍ او خطاطۍ د دغه مرکز تر ټولو کوچنۍ زده کوونکې ده له خطاط کېدو وروسته د هغې د لومړني پیغام په اړه چې غواړي ویې لیکي داسې وايي:«غواړم چې یوه ښه خطاطه شم چې نورو ته ولیکم چې موږ سولې ته اړتیا لرو.»

هره ورځ د هېواد په لویو ښارونو او په ځانګړې توګه په کابل کې د ښار پر دېوالونو له داسې نقاشۍ او پیغامونو سره مخ کېږو چې په کې په هېواد کې روان وضعیت انځور شوی دی.

په رېښتیا دغه ماشومان او تنکي ځوانان چې، غواړي نقاشي او خطاطي زده کړي؛ ډېر ژر به خپلو دغو هیلو ته ورسېږي او په خپلو اثارو کې به خپلې او د ولس غوښتنې ترسیم کړي.

دغه ماشومان او تنکي ځوانان غواړي د نقاشۍ او خطاطۍ په زده کړې سره د سولې او سوکالۍ پیغامونه خپاره کړي.

شریک یي کړئ

په دې اړه مو اندونه