Skip to main content
وروستي خبرونه
Thumbnail

د کابل په شهرارا سیمه کې د تنور سازي کوڅې تاریخي لرغونتوب ته کتنه

د کابل په شهر ارا سیمه کې یوه کوڅه چې د تنور جوړولو په نامه مشهوره ده، د تاریخي کیسو له مخې دغه کوڅه د پخوانیو اوسېدونکو د کار له امله په دې نوم نومول شوې ده.

په دې کوڅه کې د تنور جوړونې څخه اتیا کلونه تېرېږي چې د سیمې اوسېدونکو په وینا له هغه وړاندې دا سیمه منډيې وه.

د دې کوڅې دواړو خواو ته په کابل کې د پخوانیو معماریو سره د کورونو نښې نښانې لیدل کیږي.

په دې کوڅه کې جوړ شوي تنورونه خورا ګرم بازار لري او له دې ځایه د هېواد نورو ولایتونو ته هم وړل کېږي.

از قدمت تنوزسازی در این کوچه بیش از هشتاد سال می‌گذرد که به گفتۀ باشنده‌گان محل پیش از ان این کوچه مندوی بود.

دغه کوڅه کې یو تن تنور جوړونکی، صفي الله فیضي وايي:«زموږ بازارونه ولایتونو کې دي او کابل کې یې هم ځيني خلک اخلي.»

خو د تنورجوړولو ددې کارخونې د خاوند په وینا، د تنور جوړول آسانه کار نه دی او د یوې کلا د جوړولو په اندازې ورته زیات اېستل کیږي، خو له دې امله چې دا ځوانان غواړي د خپلو پلرونو هنر یې ژوندی پاتې شي، دغه کار ته دوام ورکوي.

تنور جوړوونکی، خیرالله زیاتوي.« د تنور خاوره  او خټه له شکردرې راوړو، د تنور جوړول ډېر ځواک ته اړتیا لري.»

صفی الله فیضی‌، یک تنورساز در این کوچه گفت:«بازارهای ما ولایت‌ها استند و در خود پایتخت نیز این تنورها خریدار دارند.»

 خلیل چې یادې کوڅې له پخوانیو اوسېدونکو دی، د خپل  پلار او نیکه له خولې وایي چې دا کوڅه د تنورونو له جوړولو مخکې منډه يي وه او توکي د توکو په بدل کې پکې پلورل کېدل. شهر آرا دلته  د هغه بڼ نوم دی چې د ظهیرالدین بابر تورور د  شهرآرا د لور لپاره جوړ کړی و او تر هغې وروسته دا ځای په همدې نوم یادېږي.
 
د سیمې اوسېدونکي، خلیل بخشي څرګندوي:« د تنورجوړونې سرک هم ډېر تنګ او کوچنی و او  دوه موټره به په سختۍ سره د یو بل له څنګه تېريدل او په دې وروستیو کې جوړ شو.»

کوچه تنور سازی در شهرآرای کابل نمای از یک برج تاریخی را نیز به همراه دارد که ظاهرا در گذشته در این محل قلعه نظامی با هفت برج بوده است.

خو د کابل په شهر آرا سیمه کې د تنور جوړولو په دې کوڅه کې دا تریخي برج هم دی چې ظاهرا پخوا په دې ځای کې اوه برجه پوځي کلا وه .اوسمهال له دې کلا نه یوازې همدا برج روغ پاتې دی.
 
شریک یي کړئ

په دې اړه مو اندونه