Skip to main content
وروستي خبرونه
Thumbnail

د کابل بالاحصار کې تازه لرغوني توکي موندل شوي دي

د كابل په بالاحصار کې د لرغون پوهانو له څېړنو سره پخواني آثار موندلي شوي . د لرغونو پوهانو په خبره د دې څېړنو په پایله کې چې درې میاشتې وړاندې د فرانسې د لرغون پېژندونکو له خوا پیل شوی وي داسي اثار مندل شوي چې په دې سیمه کې د یونانیانو د کلتور ښکارندویې کوي.

د دې تر څنګ د بالاحصار په دې مندنو کې د کوشانیانو دورې وړاندې او د اسلامي دورې پر مهال د یفتلیانو د معماریو ځیني بېلګې تر لاسه شوې دي‎.

په کابل بالاحصار کې ددې مندونو سره پر یو وخت د دې لرغوني ځای د بیارغونې چارې هم روانې دي.

د کابل بالاحصار ۲۲ برجونه لري او پرد ۲۳۰ جریبه ځمکه  د پلازمېنې د سویل په یوې برخه کې پروت دی‎.

له دې امله چې دا تاریخي ځای تل د ساتنې سیمه پاتې شوې ده، د  جوړېدو او معمارۍ رازونو یې پټ پاتې شوي دي‎.

خو په تېرو درېو میاشتو کې فرانسوي لرغونپېژندونکو له دغه ځای نه  له یونانیانو د کوشانیانو تر دورې  او له کوشانیانو مخکې د یفتلیانو او اسلامي دورو د معمارۍ آثار ترلاسه کړي دي‎.

لرغون پوه، ذبیح الله محمدي وايي:«د هر دورې مواد، د رغونې تکتیک، هغه مواد چې په کې کارول کیږی، ځانګړي دي او د هرې دورې سره توپير لري.»

د لرغونپېژندونکو دا څېړنې به تر راتلونکو څلورو کلونې په دې سیمه کې روانې وي، له دې سره همهاله، د  بالاحصار او د هغه د دېوالونو د بیارغاونې چارې د آقاخان بنسټ له لوري د هند په مالي مرسته مخته بیول کیږي.

ټاکل شوې ده ؛د بالاحصار له بیارغولو وروسته د لرغونپيژندونکو د علمي ګټې اخېستنې لپاره د لرغونپيژندونکو په ملي پارک بدل شي.

 په لومړي ځل د کابل د بالاحصار د لرغونو دیوالونو د کلکولو کار دوه نیم کاله وړاندې د آقاخان د کلتوري بنسټ له لوري پېل شو.
 
د اقاخان بنسټ د فرهنګي اړیکو مسوول، امان الله صاحب زاده څرګندوي:«دوه کاله مخکې د افغانستان او هند حکومت ترمنځ د تاریخي دېوالونو استحکام لپاره هوکړه لاسلیک شوه او دوه کاله مخکې کارونه پیل شول او اوس چټک شوي دي.»

له دې کلا نه د پوځيانو د پرلپسې ګټې اخېستنې له امله د دوه نیمو کلونو له تېرېدو وروسته هم په دې ځای کې د ماین پاکۍ چارې نه دی بشپرې شوې‎.

ماین پاک، عبدالله عزیزي څرګندوي:«هره سیمه چې موږ پاکوو لاسته راوړنې لرو، سیمه پوځي ده، خطرناکه ده او ناچاودلي توکي په کې شته. لومړۍ موږ پر سیمې کار کوو او وروسته له هغې چې سیمه پاکه شوه بیا د بیا رغونې ډله کار پیلوي.»

اوسمهال په افغانستان کې فرانسوي لرغونپيژندونکي د کابل په بالا حصار کې د نورو څېړنو د دوام لپاره  د ملي دفاع وزارت له لوري د اجازې او د بالاحصار د ځانګړو لرغونو ځایونو د ورخوشي کولو په تمه دي.

شریک یي کړئ

په دې اړه مو اندونه