د اطلاعاتو کلتور وزارت د ۱۴۰۰ کال د لمانځلو په پار نن چهارشنبې (د وري په ۴مه) د کابل په چهلستون باغ کې جشن جوړ کړ.
په دې جشن کې موسیقي، تیاتر، سپورټي نندارې، د عکسونو نندارتون او د لاسي صنایعو نندارتون جوړ او نوروزي بیرغ هم پوړه کړل شو.
د اطلاعاتو او کلتور وزارت وايي، ځینې خلک د نوروز په حرام ګڼلو سره یوازې خپل ځانونه د نوي کال له خوښیو بې برخې کوي.
د طلاعاتو او کلتور وزارت سرپرست طاهر زهیر څرګندوي:«نوروز شرعاً، سنتاً حلال او په حلال کې د خلکو د خوښۍ لامل دی. چا ویلي دي چې حرام دی؟ دا ګز دا میدان.»
د جشن ګډون کوونکې هودا خموش وايي:«خوښه یم چې سمنک مو پوخ کړ؛ بادبادک (یو ډول لوبه) لوبه مو وکړه او ځينې نور ځانګړي کارونه مو وکړل. د تېرو شلو کلونو په لړ کې د حکومت له لوري د دا ډول پروګرامونو شاهد نه وو.»
د نوروز جشن هر کال په مزار شریف کې حضرت علي ته منسوب زیارت او کابل کې کارته سخي کې د جنډې له پورته کولو سره لمانخل کېږي. خو سږکال د ناامنیو له امله په کارته سخي کې د خلکو له حضور پرته او له نوي کال یوه ورځ مخکې پورته کړل شوه.