Skip to main content
وروستي خبرونه
تصویر بندانگشتی

د تیاتر ملي ورځ؛ لوبغاړي دغه هنر ته د حکومت له بې پامۍ شکایت کوي

نن د مارچ ۲۷مه د تیاتر له نړۍوالې ورځې سره برابره ده. د اطلاعاتو او کلتور وزارت ځينو مسوولینو او یو شمېر لیکوالو او هنرمندانو د تیاتر په ملي تالار کې د دغه تاریخي هنر د لمانځلو په پار غونډه جوړه کړه.

سره له دې چې، تیاتر هنر په هېواد کې ډېره مخینه لري، خو هنرمندان یې دغه هنر ته د حکومت د نه پاملرنې له امله شکایت کوي او وايي چې، دغه هنر په دې وروستیو کلونو کې بېخي له هېر کړل شوی دی.

لیلاهمدرد چې ۱۳ کاله یې د تیاتر د هنر په برخه کې خولې توې کړې دي وایي، تیاتر د یوې ټولنې هنېداره ده او ناخوالو ته له سانسور پرته انعکاس ورکوي. خو اندېښنه يې دا ده چې دغه هنر ورو ورو د له منځه تلو په حال کې دی.

اغلې همدرد وویل:«د دې سربېره چې وضعیت ښه نه دی - سهار چې موږ له کوره راوځو په دې فکر کې کېږو چې ایا موږ بېرته خپلو ماشوماتو ته بېرته ستنېږو او که نه - موږ هڅه کوو چې تیایر له ځمکې راپورته شي.»

د تیاتر مسوول فرنوش مسوول هم څرګنده کړه:«ښاري تیاتر ښيي چې زموږ په ټولنه کې څه دي یا زموږ تاریخ څه دی، د ښځو او ماشومانو حقوق څه دي؟» 

که څه هم د تیاتر هنر په هېواد کې ښه مخینه لرله؛ خو د لیکوالانو او د تیاتر د لوبغاړو په وینا د اوږدې جګړې او د حکومت د نه پاملرنې له کبله د دغه هنر له شوره پر ډک ستیج اوس چوپتیا په خورېدو ده. 
 
د ملي تیاتر لیکوال محمد شریف سروري وویل:«تیاتر فعلاً په افغانستان کې یوه مشخصه بودیجه نه لري. په تېر کې موږ د ولایتونو جوړښت جوړوه خو له بده مرغه اوس د خپل جوړښت واک نه لرو.»

د اطلاعاتو او کلتور وزارت سرپرست طاهیر زهیر د یوې ټولنې کلتوري پرمختګ په تیاتر پورې تړلی بولي.
 
د تیاتر هنر په لومړي ځل په هېواد کې د امان الله خان د پاچاهۍ په دوره کې رامنځته شو. خو د تیاتر د هنرمندانو په وینا تر اوسه  په  هېواد کې د تیاتر نړیواله ورځ یوازې دوه ځلې په رسمي توګه لمانځل شوې ده.

شریک یي کړئ