Skip to main content
وروستي خبرونه
Thumbnail

موزیم ته د ۱۸ مومیايي شويو فرعونیانو د مړو لېږد

د لرغوني مصر د فرعونانو او پادشاهانو مومیايي شوي مړي، له زغره وال موټرو سره د قاهرې ښار له پخواني موزیم څخه، د دغه هېواد نوي موزیم ته ولېږدول شول.

په دغو مړو کې ۱۸ پادشاهان او څلور ملکې شاملې دي چې ډېری یې د مصر د فرعونیانو تازه دورې پورې اړوند دي.

د کورونا ویروس د خپرېدو له امله د مصر د ګرځندویۍ صنعت ته ستر زیان اوښتی دی. چې د دغه کار موخه هم مصر ته د بهرنیو سیلانیانو د پام ور ګرځول ښودل شوي دي.

دغه مومیايي شوي مړي په ۱۸۷۱زیږدیز کال کې، په شاهي دوره کې د مصر په اقصر ښار کې کشف شوي وو.

په دغو مراسمو کې د دویم رامسس مومیايي شوی مړی چې د فرعون د نوې پادشاهۍ دورې تر ټولو لوی فرعون و او کابو ۶۷ کاله یې سلطنت کړی، د خلکو پاملرنه ځان ته واړوله. 

د مصر له قاهرې ښار څخه د ۱۸ پادشاهانو او څلورو ملکو مومیایي شوي مړي د دغه هېواد نوي موزیم ته ولېږدول شول.

شریک یي کړئ