په هرات کې د اوو هېوادونو د استازو او کلتورپالو په حضور کې د امیرعلي شېر نوایي ۵۸۰ کلیزه ولمانځل شوه.
د دغه سیمینار له جوړېدو موخه د سیمې د هېوادونو ترمنځ د اړیکو پراختیا او په کلتوري اړیکو خبرې اترې یادې شوې دي.
په همدې حال کې جمهور رییس غني وایي د سیمې هیوادونو ترمنځ کلتوري اړیکې، د هېوادونو ترمنځ همکارۍ ته پراختیا ورکوي او ورسره جنګ لمنځه تللی شي.
د امیر علي شېر نوايي نړۍوال سیمینار د افغانستان، ترکیې، ازبېکستان، آذربایجان، قرغیزستان، قزاقستان، تاجیکستان او ایران د استازو او فرهنګپالو په ګډون سره په هرات کې جوړ شو.
دغو مراسمو ته ولسمشر په خپل لېږل شوي پیغام کې ویلي چې، د سیمې هېوادونو تر منځ د کلتوري همکاریو پراخوالی به د ملتونو د نږدې کېدو او بالاخره به د جګړې او تاوتریخوالي د لمنځه تلو لامل شي.
له دې سره سم، د افغانستان لپاره د ازبېکستان د ولسمشر ځانګړی استازی وايي، هېواد یې د افغانستان د سولې بهیر د بریا لپاره هر ډول همکارۍ ته تیار دی.
امیر علي شېر نوايي په ۸۱۹ هجري لمریز کال کې په هرات کې دې نړۍ ته سترګې پرانیستې. هغه په هرات کې د تیموریانو دورې د سلطان حسین بایقرا وزیر و او له سیاست سربېره یې په ازبېکي، ترکي او دري شعرونه هم ویلې دي.
هغه په ۸۸۰ هجري - لمریز کال کې په هرات کې ومړ او د هرات منارونو ته نږدې د ملکې ګوهرشاد بېګم قبر ته څېرمه خاورو ته سپارل شوی دی.
په دې اړه مو اندونه