Skip to main content
وروستي خبرونه
Thumbnail

کابل کې د ښکلو هنرونو او صنایع انسټېټيوټ له خوا د نقاشۍ نندارتون

«یک دهه در وادی نقاشی»، د هغه نندارتون نوم دی، چې نن په کابل کې د ښکلو هنرونو او صنایعو  انسټېټیوټ کې جوړ شو.

په دغه نندارتون کې، د دغه انسټېټیوټ د استاد موسی خان رجا جمال، اثرونه نندارې ته وړاندې شول.

تابلوګانې چې د پنځوونکي په وینا یې، د افغانستان د کلتور او ټولنې ښکارندویي کوي او هغه د خپلو دغو اثارو له لارې غوښتي، هغه ستونزې چې له کلونو راهیسې خلک ورسره لاس او ګریوان دي، نندارې ته کېږدي.

د ښکلو هنرونو او صنایع انسټېټيوټ استاد موسی خان رجا جمال وايي:«دغه فکرونه په بشپړه توګه، د هغو ننګونو، ستونزو او سختیو عنکاس کوونکي دي چې د خلکو ، زموږ او تاسو په وړاندې دي، ما نندارې ته وړاندې کړي دي.»

د دغه انسټیټوټ زده‌کړیالان، د دغو نندارتونو ترسره کول پر خپلو پرمختګونو کې اغېزناک بولي.

د ښکلو هنرونو او صنایع انسټېټیوټ زده کړیاله زهره الکوزی هم څرګندوي:«پاملرنه او دقت غواړي چې موږ د دغو کارونو معنا درک کړو او پوه شو او تر ډېره کارونه یې مهفومي دي او له اوبیز رنګ (اب رنګ) سره کار یې چې دی، بېلابېلې برخې دي له ګل نیولي تر طبعیته پورې.»

د ښکلو هنرونو او صنایع انسټېټیوټ بلې زده کړیالې فربیا موسوي هم وویل:«دلته له راتګ سره غواړم چې په خپله هم وهڅول شو ترڅو خپل کارونه هم مخته یوسو او زموږ الګو زموږ استاد وي.»

په دغه نندارتون کې لږ تر لږه څلوېښت تابلوګانې نندارې ته اېښودل شوې وې، چې ډېرۍ یې اوبیز(آبرنګ) نقاشۍ وې. چې د یوه نقاش د لس کلنو هڅو ښکارندویي کوي.

د ښکلو هنرونو او صنایع انسټېټيوټ استاد رجا جمال وایي، هغه په خپلو دغو اثارو کې د هېواد اوسنی وضعیت انځور کړی دی.

شریک یي کړئ