Skip to main content
وروستي خبرونه
تصویر بندانگشتی

کابل کې نندارتون؛ د قرباینانو کورنۍ د اوربند غوښتنه کوي

د هېواد د جګړې د قربانیانو کورنۍ او خپلوانو، نن پنجشنبې په کابل کې د یوه نندارتون له جوړولو سره په هېواد کې د اوربند او سولې غوښتونکي شول.

دغه نندارتون «د جګړې اوښکې؛ د سولې موسکا: د اوربند لپاره پيغام» په نامه پرانیستل شو او په دغه نندارتون کې د هېواد د ویجاړۍ او د ځينو ترهګریزو پېښو له هغې ډلې د کابل پر پوهنتون برید او د موعود پر ښووني مرکز د برید د قربانیانو انځورونه نندارې ته اېښودل شوي دي.

د جګړې د قربانیانو د کورنۍ غړي له حکومته غواړي چې د طالبانو اوه زره بندیان تر هغې ازاد نه کړي ترڅو دغې ډلې سوله نه وي کړې.

د موعود پر ښوونیز مرکز د برید د قربانۍ راحلې ورور حمید رفیعي وايي:«دا شمېر ځوانان چې ووژل شول، د هغوی ځينو انځورنه تاسې وینئ، دوی طالبانو وژلي دي که چېرې طالب نه دي وژلي د طالب ورور وژلي دي.»

د کابل پر پوهنتون د برید قرباني راحد مور وحیده شېرزاد هم زیاتوي:«اوس طالبان غواړي چې اوه زره بندیان یې ازاد شي. پنځه زره بندیان یې چې ازاد شول څه یې وکړل، ټولو بېرته وسله واخیسته او زموږ ځوانان یې ووژل. زه د یوه قرباني د مور په توګه راضي نه یم چې بیا د طالبانو اوه زره بندیان ازاد شي.»

د سولې په چارو کې د دولت وزیر سید سعادت منصور نادري چې په دغه نندارتون کې یې ګډون کړی و، وویل چې سولې ته د رسېدو لپاره اوربند حتمی دی:«د بهرنیو ځواکونو د وتلو له اعلان سره نور د تاوتریخوالي او جګړې د دوام لپاره هېڅ پلمه او دلیل نشته. د افغانستان اسلامي جمهوریت صف یو واحد هغه دی، اسلامي ارزښتونو او د اوسني افغانستان لاسته راوړنو ته ژمن او د پرمختګ، پراختیا، او ثبات په لور حرکت ته مصمم دی نه شاتګ ته.»

په هېواد کې تاوتریخوالی په کم سارې توګه زیات شوی. د دې سربېره چې د ترکیې غونډه د افغانستان د جګړې د پای لپاره یوه روزنه شمېرل کېده، خو د دغې غونډې په جوړېدو کې ځنډ یوځل بیا د هېوادوالو اندېښنې له تېر څخه زیاتې کړې دي.

شریک یي کړئ