Skip to main content
وروستي خبرونه
تصویر بندانگشتی

د اغا خان کلتوري بنسټ په هېواد کې ۱۵۰ پروژې پلې کړې دي

د آغا خان کتلوري بنسټ په هېواد کې د تاریخي ځایونو د بیارغونې او کلتوري پروګرامونو په ګډون ۱۵۰ پروژې عملي کړي دي.

دغه بنسټ دم‎ګړۍ د کابل په مرکز کې د باغ علم ګنج یا ماشین خونې د بیارغونې په ګډون پر اوو پروژو کار کوي.

د آغا خان کلتوري بنسټ ۳۲ کاله مخکې د سویس په جینوا ښار کې جوړ شو او له ۱۹ کلونو راهیسې په افغانستان کې هم فعالیت لري.

د اغا خان فرهنکي بنسټ د سویس په جنیوا ښار کې د دغه بنسټ له جوړېدو ۱۳ کاله وروسته په کابل کې د خپلو کلتوري خدمتونو دفتر پرانیست. دغه دفتر تاریخي ودانۍ ترمیم او بیا ورغوي چې په دې کار سره خلکو ته د کار لار هواروي.

دغه بنسټ په تېرو نولسو کلونو کې په هېواد کې ۱۵۰ پروژې بشپړې کړې دي چې د تاریخي ځایونو مرمت او بیارغاونه، د ځایي هنرونو ساتنه او روزنیز پروګرامونه په کې شامل دي.
 
د اغاخان د کلتوري خدمتونو د دفتر اداري مرستیاله شریفه حکمت وايي:«په بلخ ولایت کې هم موږ څو مهمې پروژې بشپړې کړې دي؛ د خواجه پارسا جومات په ګډون، څو واړه او متوسط زیارتونه او زموږ یوه ډېره مهمه پروژه چې فعلاً د ترسره کېدو په حال کې ده د نه ګبند پروژه ده.»

د اغاخان د کلتوري خدمتونو دفتر د کابل د ماشین خانې پر پروژې خپل کار درې کاله وړاندې پېل کړ. ټاکل شوې ده چې تر راروانو څوارلسو میاشتو د کابل د ماشین خانې د مرمت او بیارغاونې کار پای ته ورسېږي.

د کابل ماشین خانه چې نولس ګدامونه لري، د امیر شرعلي خان په دوره کې د وسلو د جوړولو او د وسلو د ترمیم په برخه کې کارېدله. اوس مهال دغه ځای د خپل اصلیت په ساتلو سره مرمت او بیارغول کېږي او هڅه دا ده چې په یوه منظم سوداګریز او کلتوري مرکز بدل شي.

د کابل د ماشین خانې د پروژې انجنیر ایاز فضلي هشام څرګنده کړه:«دغه کانټينرونه په دوو پوړونو کې ځای پر ځای شوي دي، داسې چې وکړای شو په لومړي پوړ کړې هم له کانټینرونو د هټۍ په توګه په بېلابېلو اندازو کې ترې استفاده وکړو.»

د آقاخان د کلتوري خدمتونو دفتر په هېواد کې په خپل نولس کلن فعالیت کې د زرګونه کسانو لپاره د کار لار هواره کړې او اوس مهال د دغه بنسټ د ټولو پروژو د انجنیرۍ چارې د افغانانو له لارې مخته بیول کېږي.

د اغاخان بنسټ د کلتوري خدمتونو دفتر د افغانستان په ګډون په اتو هېوادونو کې د تاریخي ځایونو د ساتنې او ترمیم په برخه کې کار کوي.

شریک یي کړئ