Skip to main content
وروستي خبرونه
تصویر بندانگشتی

هرات ښار د نړۍ کلتوري مېراثونو لېسټ کې ثبتېږي

د افغانستان حکومت وایي، د هرات د کلتوري مېراثونو د ارزښت په هکله معلومات به تر راتلونکو څلورو میاشتو برابر کړي او یونیسکو ته به یې واستوي.

د اطلاعاتو او کلتور وزارت وایي، یونیسکو د افغانستان هغه غوښتنه منلې، چې له مخې یې د هرات ښار د نړۍ د کلتوري مېراثونو په لېسټ کې ثبتېږي.

د اطلاعاتو او کلتور وزارت سرپرست وایي، یونیسکو د افغانستان حکومت ته ۳۰ زره ډالر هم ورکړي، چې د هرات کلتوري مېراثونو په هکله د معلوماتو په راټولولو یې ولګوي.

د اطلاعاتو او کلتور وزارت سرپرست طاهر زُهیر ویلي:«موږ ټول هغه کلتوري مېراثونه چې په هرات ښار کې دي، بېل بېل پروفایل کوو. موږ تمه لرو چې دا چاره په راتلونکو درېیو یا څلورو میاشتو کې بشپړه کړو او د یونیسکو سازمان ته یې واستوو.»

د افغانستان لوېدیځ کې پروت هرات ولایت، ۸۴۰ تاریخي او لرغوني مېراثونه لري، چې په سیمه کې تر ټولو لرغونی ښار دی.

هرات کې د اقاخان کلتوري بنسټ د پروژو مسوول ارش بوستاني ویلي:«خوښ یوو، چې د اقاخان بنسټ چې تېرو کلونو کې کوم فعالیتونه کړي وو، د هرات ښار یې د نړۍ کلتورو مېراثونو ثبت ته برابر کړ.»

د یونیسکو سازمان کې د هرات ښار ثبتول به، په دې ښار کې د کلتوري شتمنیو ساتنې او مرمت‌کارۍ ته د نړۍ پام راواړوي.

شریک یي کړئ