د کومار کورنۍ نن د چهارشنبې په سهار د دې پخلی وکړ چې د هند د سینما خورا مشهور لوبغاړی دیلېپ کومار ومړ.
کومار چې له څه مودې راهیسې ناروغ وو، د ۹۸ کالو په عمر مړ شوی دی.
دیلېپ کومار چې لومړی یوسف خان وو په ۱۹۲۲ کالې کې پېښور کې زېږېدلی وو او د ۱۹۴۰ لسیزې کلونو کې د هند سینما (بالیووډ) سره یوځای شوی وو.
د دیلېپ کومار یوه نږدې کس فیصل فاروقي نن سهار پر ټویټر لیکلي:”په خورا خواشینۍ اعلانوم چې زموږ دیلېپ صاحب څو دقیقې وړاندې ومړ.”
له دیلېپ کومار نه یې مېرمن “سایره بانو” پاتې شوه چې د ۱۹۶۰ او د ۱۹۷۰ کلونو مهال کې د بالیووډ وتلې لوبغاړې وه.