Skip to main content
وروستي خبرونه
تصویر بندانگشتی

د هېواد لومړنۍ ښځينه پیانو غږونکې غواړي نړیوالو دریځونو اجرا ولري

د هېواد لومړنۍ حرفه يي پیانو غږونکې اوس اوس د افغانستان د موسیقۍ د ملي انسټېټیوټ له دولسم ټولګي فارغه شوې ده. مرام عبدالله د پیانو غږول یې په عالي کچه زده کړي او هیله منه ده چې، د نړۍ د موسیقۍ په تر ټولو لویو دریځونو کې تر ټولو غوره کلاسیکې پارچې په نړۍوالو معیارونو برابرې اجرا کړي.

نوموړې د افغانستان د موسیقۍ په ملي انسټېټیوټ کې پنځه کاله زده کړې کړي او د زهره ارکسټر په کنسرتونو کې په اروپا، امریکا او استرالیا کې پیانو غږولې ده:«پلان مې دا دی چې خپلې موسیقۍ ته دوام ورکړم. ځکه چې دا ما ته یو ډېر ستر فرصت دی، لومړنۍ نجلۍ یم چې له دولسم ټولګي وروسته غواړم موسیقي په خپله رشته کې مخته یوسم.»

له هغو وړتیاوو سره چې زده کوونکي د موسیقۍ له ملي انسټېټيوټ څخه فارغېږي په هېواد کې د هغوی د زده کړو د دوام لپاره فرصت برابر نه دی او له همدې امله د موسیقۍ له معتبرو اکاډمیو او پوهنتونونو څخه د بورسیې په ترلاسه کولو سره له هېواد بهر خپلو زده کړو ته دوام ورکوي.
 
مرام عبدالله د افغانستان د موسیقۍ په ملي انسټېټیوټ کې پنځه کاله زده کړې کړي او د زهره ارکسټر په کنسرتونو کې په اروپا، امریکا او استرالیا کې پیانو غږولې ده.

شریک یي کړئ