Skip to main content
وروستي خبرونه
تصویر بندانگشتی

په کندهار کې هنري مرکزونه بند شوي؛ نجونې کورونو کې نقاشي کوي

په کندهار کې د هنري مرکزونو له بندولو وروسته، دوه زده‌کوونکې اوس په خپل کور کې نقاشي او رسامي کوي.

دا نجونې چې خویندې دي، خپل کور کې یې یوه کوټه خپلو نقاشیو ته بېله کړې ده.

دوی وایي کلونه یې د هنر زده‌کولو لپاره خوارۍ کړې دي او اوس نه غواړي چې هنري مرکزونه پرې تړلي پاتې شي.

شګوفه امېري وايي:"زه هیله لرم چې ټول تعلیمي مرکزونه بېرته پرانیستل شي، چې نجونې وکړای شي خپلو درسونو ته لاړې شي او خپلو مهارتونو ته لاسرسی ومومي."

معصومه امېري وایي:"موږ ته یې ۱۰ یا ۱۲ قوانین مخې ته اېښي وو، چې ډېر سخت وو او موږ ته یې وویل چې تاسې باید پرته له محرم را نه‌شي."

د کندهار اطلاعاتو او کلتور ریاست بیا وایي، چې نجونو زده‌کوونکو ته د اسانتیاوو په برابرولو کار روان دی.

د کندهار د اطلاعاتو او کلتور ریاست د هنر امر عبدالشکور څپاند وايي:"د نجونو د روزنې لپاره تګلاره شته. هغوی ته به د شریعت پر بنسټ د روزنې اجازه ورکړل شي."

په تېرو درېیو میاشتو کې په کندهار او نورو ولایتونو کې د نجونو ښوونځي او نور روزنیز مرکزونه تړلي دي، خو په ځینو ولایتونو کې د تېرو څو اوونیو راهیسې نجونو ته د تعلیم اسانتیا برابر شوې ده.

کندهار کې زده‌کوونکې وایي، کلونه یې د هنر زده‌کولو لپاره خوارۍ کړې دي او اوس نه غواړي چې هنري مرکزونه پرې تړلي پاتې شي.

تصویر بندانگشتی

په کندهار کې د هنري مرکزونو له بندولو وروسته، دوه زده‌کوونکې اوس په خپل کور کې نقاشي او رسامي کوي.

دا نجونې چې خویندې دي، خپل کور کې یې یوه کوټه خپلو نقاشیو ته بېله کړې ده.

دوی وایي کلونه یې د هنر زده‌کولو لپاره خوارۍ کړې دي او اوس نه غواړي چې هنري مرکزونه پرې تړلي پاتې شي.

شګوفه امېري وايي:"زه هیله لرم چې ټول تعلیمي مرکزونه بېرته پرانیستل شي، چې نجونې وکړای شي خپلو درسونو ته لاړې شي او خپلو مهارتونو ته لاسرسی ومومي."

معصومه امېري وایي:"موږ ته یې ۱۰ یا ۱۲ قوانین مخې ته اېښي وو، چې ډېر سخت وو او موږ ته یې وویل چې تاسې باید پرته له محرم را نه‌شي."

د کندهار اطلاعاتو او کلتور ریاست بیا وایي، چې نجونو زده‌کوونکو ته د اسانتیاوو په برابرولو کار روان دی.

د کندهار د اطلاعاتو او کلتور ریاست د هنر امر عبدالشکور څپاند وايي:"د نجونو د روزنې لپاره تګلاره شته. هغوی ته به د شریعت پر بنسټ د روزنې اجازه ورکړل شي."

په تېرو درېیو میاشتو کې په کندهار او نورو ولایتونو کې د نجونو ښوونځي او نور روزنیز مرکزونه تړلي دي، خو په ځینو ولایتونو کې د تېرو څو اوونیو راهیسې نجونو ته د تعلیم اسانتیا برابر شوې ده.

شریک یي کړئ

په دې اړه مو اندونه