Skip to main content
وروستي خبرونه
تصویر بندانگشتی

امریکا له افغانستانه د ځينو لرغونو اثارو واردات محدود کړل

د امریکا د بهرنیو وزارت تېره ورځ له افغانستانه د ځينو تاریخي او لرغونو اثارو واردات محدود کړل.

د امریکا د بهرنیو چارو وزارت د یوې اعلامیې له خپرولو سره ویلي دي چې له دې وروسته له افغانستانه باید ځينې لرغونې او تاریخي اثارو واردات دغه هېواد ته ممنوع شوي دي.

په دغې اعلامیه کې راغلي دي چې دغه کار د افغانستان د تاریخي او لرغونو اثارو د ساتنې او د هغوی د غلا او همدارنګه د دغه هېواد د فرهنګي میراث د قاچاق د مخینوي لپاره کړی دی.

د امریکا د بهرنیو چارو وزارت په اعلامیه کې راغلي دي چې دغه محدودیتونه د امریکا د هنر بازار ته د قاچاق د مخنیوي لپاره کوي چې په پایله کې د افغانستان د فرهنګي میراث د قاچاق او لوټېدو کمښت لامل کېږي.

په اعلامیه کې راغلي دي:«دغه محدودیتونه موخه د امریکا متحده ایالاتو د هنر بازار ته د قاچاق او ناقانونه توکو مخنیوی دی چې د افغانستان د فرهنګي میراث د لوټلو لپاره د انګېزې د کمېدو لامل کېږي.»

د امریکا د بهرنیو چارو وزارت همدارنګه ویلي دي چې ترهګرې ډلې او جنایت کاره ډلې د لرغونو اثارو له قاچاقه ګټه ترلاسه کوي او د ځينو اثارو پر وارداتو محدودیت کولای شي چې د دغه قاچاق کچه راکمه کړي.

شریک یي کړئ

په دې اړه مو اندونه