Skip to main content
وروستي خبرونه
تصویر بندانگشتی

د نامتو افغان سندرغاړي استاد ګل‌زمان هنري ژوند

په افغانستان کې د پښتو ژبې نامتو سندرغاړی استاد ګل‌زمان په ۱۳۱۶ هجري لمریز کال کې د افغانستان ختیځ په خوست ولایت کې زېږیدلی و.

هغه خپله لومړۍ سندره په ۱۳۴۳ کال کې په پښتو ژبه ثبت کړه. استاد ګل‌زمان تر نیمې پېړۍ زیاتې ولسي سندرې ویلې او د سندرو ویلو ځانګړی سبک یې درلوده.

استاد ګل‌زمان په خپل هنري ژوند کې د افغانستان، په تېره پښتو موسیقۍ ته ډېر څه کړي او په کور دننه او بهر ډېر مینه‌وال لري. هغه ته د موسیقۍ په برخه کې د هڅو له امله د اطلاعاتو او کلتور وزارت له‌خوا د "استادۍ" لقب ورکړل شو.

استاد ګل‌زمان د سندرو ویلو سربیره د ډېرو مشهورو افغان هنرمندانو لکه وتلي سندرغاړي احمد ظاهر، استاد اول‌میر، نغمې او نورو نوموتو سندرغاړو ته د موسیقۍ کمپوزونه جوړ کړې دي.

هغه د افغانستان په ملي راډیو ټلویزیون کې شاوخوا ۹۰۰ سندرې ثبت کړي دي. همداراز، هغه د افغانستان یو له مخکښو هنرمندانو څخه و چې په فولکلوريکي، ولسي، حماسي او نورې بېلابېلې سندرې یې ویلي دي.

استاد ګل‌زمان چې له څه مودې راهیسې ناروغ و، د پنج‌شنبې په ورځ په کابل کې د ۸۴ کلونو په عمر ومړ.

د هېواد یو شمېر سیاسي مشرانو او هنرمندانو د استاد ګل‌زمان مړینه یوه ستره ضایعه بللې ده.

پخواني ولسمشر حامد کرزي او په تېر حکومت کې د ملي مصالحې شورا رییس عبدالله عبدالله د نوموړي کورنۍ او د هنر مینه‌والو ته د تسلیت مراتب وړاندې کړي دي.

شریک یي کړئ

په دې اړه مو اندونه