چهلستون کابل کې یو له لرغونو ابدو دی چې څه باندې ۲۰۰ کاله لرغونتوب لري. له دغې ماڼۍ یو وخت د دولتي مېلمستون په توګه کار اخیستل کېده او ډېری پاجاهانو او ځانګړو مېلمنو دغې ماڼۍ ته تګ راتګ درلود.
د چهلستون ماڼۍ د کورنیو جګړو پر مهال زیان لیدلی و؛ خو د هغې ځینې برخې په وروستیو کولنو کې د اغا خان بنسټ له لوري بیارغول شوي دي.
د چهلستون بڼ امر شرف الدین آرش طلوع نیوز ته وايي:«د خپل وخت یو له شاندارو ماڼيو و چې د عبدالرحمان خان او حبیب الله خان په وخت کې د مېلمستون په توګه استفاده کېده. عبدالرحمن دا ماڼۍ ترمیم کړه، ستونونه یې زیات کړل او خپل زوی ته یې ډاډۍ کړ.»
هېوادوال چې، لرغوني ځایونه د کلتوري میراثونو یوه برخه ګڼي، د هغې د ساتنې غوښتنه لري.
د کابل اوسېدونکې نګینه ثنا وویل:«له لرغونو ابدو او لرغونو ماڼيو څخه ده. له نېکه مرغه په دې وروستیو کې بیارغول شوې ده او د ټولو پر مخ پرانېستې ده او زه هم راغلې یم چې دا ځای ووینم.»
د چهلستون ماڼۍ شاوخوا ۲۰۰ کاله مخکې یعنې په ۱۷۹۶ زیږیز کال کې د شاه زمان صدوزي د سلطنت په دوره کې جوړه شوې ده. دغه ماڼۍ د یوې لرغونې ودانۍ په توګه په اطلاعاتو او کلتور وزارت کې هم ثبت ده.