Skip to main content
وروستي خبرونه
تصویر بندانگشتی

کابل کې د سینماګانو پرانیستل؛ ۳۷ فلمونه به نندارې ته کېښودل شي

په هېواد کې له یوه کال وروسته ۳۷ هنري او مستند فلمونه د څلورو ورځو لپاره د کابل په دوو سینماګانو کې به نندارې ته وړاندې کړل شي. 

سینماګران په کابل کې د دغو فلمونو د نندارې په هکله په خوشحالۍ له اسلامي امارته غواړي چې په هېواد کې ښځو ته دې موکه ورکړل شي چې په فلمونو کې رول ولوبوي. 

سینمايي لوبغاړی او ډایرکټر عبدالصبور خنجي وايي:«له یوه کال وروسته د سینما دروازه خلاصه شوه موږ پر همدې خوشحاله یو چې د سینما درازه پرانیستل شوه او موږ خدمت وکړو.»

سره له دې چې، په دې فلمونو او مستندونو کې د ښځو نقش ډېر کم دی؛ خو عاطفه محمدي یوازینۍ ښځینه ډایرېکټره ده چې، د روږدو کسانو ژوند یې انځور کړی دی.

مېرمن محمدي زیاتوي:«تقریبا معجزه معلومېږي چې په دې شرایطو کې سینما پرانیستل شي او موږ وکړای شو چې د افغانستان په سینما کې فلم خپور کړو.»

یو شمېر نندارچیان د فلمونو له لیدو وروسته وايي، په دغو فلمونو او مستندونو کې د ټولنې دردونه بیان شوي او همداراز په سینما کې د ښځو د رول پر ډېرېدو ټینګار کوي.

کابل مېشته زهرا مرتضوي وايي:«په دغې برخه کې دې د ښځو مخنیوی ونه کړي ځکه د ښځو حق دی. په یوه فلم کې چې مېرمن کار ونه کړي فکر نه کوم ښکلا ولري ځکه چې یو طبیعي شی راشي. فلم داسې یو شی دی کله چې وینې باید پوه نه شې چې فلم دی.»

بل کابل مېشتي ظفر هم وویل:«دوه یا درې فلمونه مو چې ولیدل، دغو فلمونو جګړه پوښله یا دا چې مثلاً له زده کړو د ځينو نجونو بې برخلیک کېدل او داسې مسایل وو.»

دغه ۳۷ لنډ هنري او مستند فلمونه د هېواد په دوو سینماګانو کې په وړیا توګه نندارې ته اېښودل شوي دي.

شریک یي کړئ

په دې اړه مو اندونه