Skip to main content
وروستي خبرونه
تصویر بندانگشتی

د تاريخي ځايونو د ساتنې او بيارغاونې په اړه د اطلاعاتو او کلتور وزارت ژمنه

د اطلاعاتو او کلتور وزارت وایي، په بېلابېلو ولایتونو کې د تاریخي او لرغونو ځایونو د بیارغاونې چارې پیل شوي او له دې وروسته به هېچا ته د لرغونو او تاریخي ځایونو د غصب اجازه ور نه‌کړي.

په همدې حال کې د یاد وزارت مسوولان د کابل په شیوکیو سیمه کې د سټوپې تاریخي ځای د بیارغاونې چارو له پای‌ته رسیدو خبر ورکوي.

د اطلاعاتو او کلتور وزارت مسوولان وايي، د سټوپې تاریخي سیمې چارې په دوه نیمو کلونو کې بشپړې شوي او پر بیارغونې يې له ۸۰ زره ډالرو ډېر لګښت راغلی دی.

د اطلاعاتو او کلتور وزارت د فرهنګ او هنر مرستیال عتیق الله عزیزي زیاتوي: «په کندهار، هرات، ننګرهار، بلخ او ځینو نورو ولایتونو کې او په غزني کې چې ارشد ضرورت و موږ هلته رسېده ګې کړې ده.»

د افغان کلتور د ساتنې او پالنې موسسې مسوول عبدالجلیل ریان څرګندوي: «په‌دې پروژه کې په مجموعي ډول ۴۱۷۰ متره مکعب د تېږو سنګاري شوې ده.»

د اطلاعاتو او کلتور وزارت مسوولین ډاډ ورکوي، چې چاته به د لرغونو او تاریخي سیمو د غصب کولو اجازه ور نه‌کړي.

د اطلاعاتو او کلتور وزارت د فرهنګ او هنر معین عتیق الله عزیزي وايي: «نور هغه خبري تللي، چې دوی به فکر کوي، چې دلته به موږ ته موقعي پیدا شي او استفادې به وکړو، بیا دوی پوه شده او دولت پوه شه چې هر څه کوي، خو تاریخي سیمه او حریم يې موږ چاته ورکولی نه شو.»

د علومو اکاډمۍ د کوشاني څېړنو رییس کتاب خان فیضي زیاتوي: «موږ باید د فرهنګي او تاریخي اثارو ساتنې لپاره یو بل ته لاس ورکړو او د پالنې په موخه يې هڅې په عمل کې وښیو.»

د اطلاعاتو او کلتور وزارت وايي، د شیوکیو سټوپه د هېواد یوه له لرغونو سیمو څخه ده، چې پخوانیو وختونو کې به پاچاهانو همدلته د پاچاهۍ مراسم ترسره کول.

شریک یي کړئ

په دې اړه مو اندونه