Skip to main content
وروستي خبرونه
تصویر بندانگشتی

استوپه توپ‌درې د یونسکو د 'فرهنګي میراثونو د وړتیا' جایزه ګټلې

د پروان د اطلاعات او کلتور ریاست چارواکي وايي چې د دغه ولایت «استوپه توپ‌درې» تاریخي بنا د 'یونسکو د فرهنګي میرانونو د وړتیا جایزه' ګټلې ده.

د چارواکو په وینا، استوپه توپ‌درې د سیمې د شپږو هېوادونو د دیارلسو ځایونو په منځ کې د یونسکو سازمان له لوري د فرهنګي میراثونو درېیم ځای خپل کړی دی.

په همدې حال کې د دغه ولایت د اطلاعاتو او فرهنګ ریاست مسوولین وایي، د دې تاریخي بنا ساری د سیمې په هېوادونو کې نشته.

د پروان د اطلاعاتو او فرهنګ ریاست د ګرځندوی آمر عبدالغفار رووفي وايي:«د دیارلسو تاریخي بناوو له منځه، استوپه توپ‌درې د یونسکو سازمان له خوا د وړتیا درېیم مقام خپل کړی دی.»

په همدې حال د پروان ولایت یو شمېر فرهنګپالان وایي چې لرغوني او تاریخي آبدې د یوه هېواد د پېژندګلوۍ ښکارندویي کوي.

فرهنګي فعال عایل شب روز څرګندوي:«دا بنا له کلتوري پلوه اهمیت لري او همدرانګه له اقتصادي پلوه هم مهم دی ځکه کولای شي د ګرځندویانو له درکه عاید ولري.»

د پوهنتون استاد حکمت الله میرزاده هم وویل:«که چېرې دغه تاریخي بنا د نړۍ د کلتوري سازمانونو د پام وړ وکړځي، د ګرځندویۍ صنعت به وده وکړي.»

دا تاریخي او لرغونې بنا چې د منار په څېر رغول شوې، لاندینۍ سوپې یې ورته ځانګړی ارزښت ورکړی دی.

پد پروان ولایت د اطلاعاتو او کلتور ریاست مسوولین وایي، د دې تاریخي بنا ساری د سیمې په هېوادونو کې نشته.

شریک یي کړئ

په دې اړه مو اندونه