Skip to main content
وروستي خبرونه
تصویر بندانگشتی

کابل کې د ازبیکستان سفارت د ختیځ تاریخ د نوموتو څېرو یاد تازه کړ

کابل کې د ازبیکستان سفارت له لوري ختیځ د تاریخ د نوموتو او اغېزمنو څېرو امیر تیمور کورګاني، امیر علي شیرنوایي او ظهیرالدین محمد بابر له کړنو د یاد په مناسبت ادبي او فرهنګي ناسته ترسره شوه. 

کابل کې د ازبیکستان سفیر، خواجه محمد یادګار شادمانوف په دغه پروګرام کې وايي، دغو تاریخي څېرو په حکومتولۍ، بیارغونې، علم او بېلابېلو برخو کې راتلونکو نسلونو ته تلپاتې میراثونه پر ځای پريښي دي.

یادګار خواجه شادمانوف زیاته کړه: « د علم او فرهنګ برخه کې دا درې څېرې یانې امیر تیمور، علی شیرنوایی او ظهیر الدین محمد بابر په نړۍ کې داسې څوک نشته چې ویې نه پیژني. ځکه دوی د خپل قلم په واسطه د حکومتولۍ برخه کې تلپاتې میراثونه پر ځای پريښي دي.»

ځینې فرهنګیان بیا وایي، د تاریخي څېرو د کړنو په اړه مالوماتو د زیاتوالي په موخه دغه ډول پروګرامونه اغېزمن دي. 

فرهنګي فعال، محبوب الله توران وویل :« د دغه ډول پروګرامونو په لاره اچول د دې لامل کیږي چې ځوانان په ځانګړې توګه افغانستان کې ازبیکان له خپل فرهنګ او هویته خبر شي او ډېر اغېزمن دی.»

د یاد پروګرام په پای کې یو شمېر ځوانان چې په فرهنګي فعالیتونو کې یې رول درلود او ادبي آثار یې هم لیکلي د ازبیکستان سفارت له خوا په ستاینلیکونو سره وستایل شول.

شریک یي کړئ

په دې اړه مو اندونه