Skip to main content
وروستي خبرونه
Thumbnail

ملي موزیم ته د مس عینک له کانه څه باندې ۴۰۰ لرغوني اثار لېږدول شوي

د مس عینک کان له تثبیتېدو راهیسې تر لسو زرو زیات لرغوني اثار موندل شوي دي.

د اطلاعاتو او کلتور وزارت وايي، په دې اثارو کې د کوشانیانو، ساسانیانو او یفتلي دورې شاملې دي.

د دغه وزارت ویاند وایي، دغه اثار د مس عینک کان له تثبیتیدو راهیسې ترلاسه شوي چې یو شمېر یې ملي موزیم ته لیږدول شوي او ځینې نور یې چې د لیږد وړ نه دي په هماغه ځای کې ترې ساتنه کیږي.

د اطلاعاتو او کلتور وزارت ویاند، خبیب غفران په دې تړاو و ویل: هغه غیرمنقول اثار چې له مس عینک کانه د اطلاعاتو او کلتور وزارت سره ثبت شوي، شمېر ۱۶۳ دی چې نه لېږدول کیږي. له منځه یې ۸۲ مجسمې دي چې د هغه وخت راپاتې دي.

بل لور ته د ملي موزیم مرستیال وايي، په وروستي یو کال کې دغه موزیم ته د مس عینک څه باندې څلور سوه تاریخي او لرغوني آثار لیږدول شوي دي.

د ملي موزیم مرستیال، محمد یحیی څرګنده کړه: شاوخو ۴۵۳ اثار چې مسکوکات، مسي لوښي، مجسمې، کوچنۍ کتیبې او سفالي لوښي دي چې ملي موزیم ته را رسيدلي، دلته ساتل کیږي.

د کلتوري چارو شنونکي، عبدالرحمن احساس و ویل: مس عینک چې د افغانستان تر ټولو مهمه او تاریخي سیمه ده. که څه هم له اقتصادي پلوه هلته د مس عینک ستر کان دی خو له کلتوري پلوه هم د دغې سیمې ساتل ډير مهم دي.

د لوګر د مس عینک سیمه یوه له تاریخي سیمو څخه ده چې په ۱۳۴۲ هجري لمریز کال کې کشف او په ۱۳۵۵ کال کې یې د روسي او جرمني لرغون پیژندونکو له خوا سروې پیل شوه او تر اوسه له دغې سېمې څخه لسګونه قلمه بیلابیل آثار ترلاسه شوي دي.

شریک یي کړئ

په دې اړه مو اندونه